قام په خپلو نرانو ځوانانو وياړ لري،د پاك پوځ هېواد لپاره قربانۍ به بے ځايه نه ځي ۔ د قامی اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف د میجر شبیر شریف شهید د شهادت په ورځ پیغام

image

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف شهيد میجر شبیر شریف (نشان حیدر) ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي قام په خپلو نرانو ځوانانو وياړ لري،د پاك پوځ د هېواد لپاره وركړې قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔د شورو په ورځ د میجر شبیر شریف 52مې شهادت ورځ په موقع خپل پیغام كښې ده ووئيل مونږ میجر شبیر شریف ته د شهادت په ورځ پيرزوئنې وړاندې كوو،هغه د 1971 په جنګ كښې د هېواد د فاع لپاره د ځان قرباني وركړې ده۔ده ووئيل میجر شبیر شریف شهید ته په بهادرۍ او شجاعت د هېواد تر ټولو اعلیٰ عسکری درناوے (نشان حیدر) وركړے شوے ،ټول قام د هغه جرات او په بهادرۍ هغه ته سلام كوي۔ ده ووئيل د شهيدانو د قربانو په سوب نن مونږ په هخپلواكه فضاﺀ كښې ژوند كوو۔

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں