اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د صدر ډاکټر عارف علوي کورداني ثمینه علوي خصوصي وګړي په قامي چوكاټ كښې شاملولو له دوي ته په اقتصادي هلو ځلو كښې د برخې اغستو لپاره د مرستي كولو او د موقعو په وركولو زور راوړلو سره وئيلي دي خصوصي وګړو له دې تر معاون ټیکنالوجۍ او د بحالۍ خذمات لپاره رسنه باوري كړې شي دغسې چې دوي ټولنه كښې مثبت کردار ترسره كړي۔د شورو په ورځ نیټ ورك آف آرګنائزیشنز ورکنګ ود پرسنز وِد ډس ایبلټیز پاکستان (این او ډبلیو پي ډي پي) ګریجویشن دستورې ته وينا كښې دې ووئيل دا د ریاست او ټولنې شريكه ذمه واري ده چې د خصوصي وګړو شمولیت باوري كړي۔ ثمینه علوي ووئيل خصوصی وګړي د هېواد د آبادۍ د 10 نه تر 12 فیصده برخه ده دغسې د دوي په ټولنه كښې او په اولسې كچه د نمائندګۍ كمے دے ۔ په دې خبره وړومبۍ ميرمن د افسوس څرګندونه وكړه چې د معذورۍ په اړه د منفي رویو په وجه خپلو كورنيو دغه ډول كسان تر كورونو محدود ساتلې دي او د دوي په بهرنو هلو ځلو كښې د برخې اغستو څخه ډډه كوي۔ دې ووئېل دې نه ځانله اولسې ځايونو او پاركونو كښې د ریمپس په شان د بنیادی ډھانچې کمې هم د معذوره كسانو تګ راتګ محدود کوي۔ ثمینه علوي په ټولنه كښې د دوي شموليت باوري كولو لپاره مرکزي سکولونو كښې داسې زدكوونكو له د تعلیم وركولو په حاجت هم زور راوړو۔دغسې ثمینه علوي به سرکاري نوكرو كښې خصوصی وګړو له به بيله كړې کوټه د عمل درامد په باوري كولو هم زور راوړو او په نجي څانګه ئې هم غږ وكړو چې په دغه عمل وكړي۔دې په دې خبره د اطمینان څرګندونه وكړه چې این او ډبلیو پي ډي پي داسې وګړو له د مارکیټ ضروریات له مخې په هنر اډانه تربیه وركوي او دوي سره د روزګار په ترلاسه كولو كښې مرسته كوي۔