پاکستان به د سلامتی کونسل د قراردادونو له مخې د كشمير شخړې عادلانه او سولييز حل لپاره د کشمیریانو سیاسی، سفارتی او اخلاقی ملاتړ روان ساتي۔ خارجه دفتر

image

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې مونږ به د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل د قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړې عادلانه او سولييز حل لپاره د کشمیریانو سیاسی، سفارتی او اخلاقی ملاتړ روان ساتؤ۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهرہ بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل د هند لخوا په جمو و کشمیر كښې د اختلاف رائے مخنيوي لپاره مهم روان دے۔دې ووئيل په 10 فروری د هند قامی تحقیقاتی ایجنسۍ (این آئی اے) په بيلو ښارونو كښې د جماعت اسلامی کشمیر په 15 جائیدادونو ګڼې چهاپے ووهلې، دغه چهاپې د کشمیری سیاسی تنظیمونو په ضد د روان کریك ډاؤن برخه وې۔وياندې ووئيل جماعت اسلامی هغه 6 سياسي تنظیمونو كښې يو دے په كوم چې هند وړاندې څخه بندېز لګولے دے۔ دې ووئيل مونږ په هندي چاروكاو زور راوړو چې کشمیری سیاسی کارمندان او ګوندونه ويرولو او په هغوې د ظلم او زياتي لړۍ بنده كړي۔ وياندې د پاکستان دغه غوښتنه يو وارې بيا تكراركړه چې ټول کشمیری سیاسی بنديوان او كارمندان دې خوشې كړې شي او د جمو و کشمیر وګړو ته دې د آزادۍ حق وركړې شي۔ ۔دې ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل د قراردادونو له مخې د جمو و كشمير شخړې منصفانه او سولييز حل لپاره د کشمیریانو سیاسی، سفارتی او اخلاقی ملاتړ روان ساتي

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں