اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د صحت نګران وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي هر كال پاکستان كښې دوه لكه 50 زره كسان په ټي بي مري٬ د ټي بي كېسونو په لحاظ سره پاكستان په پنځم لمبر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ټي بي روغتون دورې په مهال كړې۔ ده ووئيل د ټي بي رنځ د پاکستان لويه مسئله ده٬ د دې درملنه او د دې نه بچ كېدل ممكن دي٬ ګلوبل فنډ شريك نوي پروګرام كښې د 200 مېليونه ډالرو څخه د زياتې مرستې څرګندونه كړې كومه چې به د ټي بي مليريا او اېچ آئي وي اېډز رنځونو په دارو درملو او د دې نه په بچ كېدو خرڅ كولې شي٬ دې سره سره د 500 مېليونه ډالرو يو اېپلي كېشن لانچ كوٶ چې په سبب به ئې لرې پرتو سيمو ته رسنه او ځائي اولس ته د درملنې سهولت ورسولې شي٬ ده ووئېل د دې نه علاوه د زيړي، شوګر او پرائمري هيلتھ کيئر سسټم لپاره د 35.6 بليونه روپو پروګرام پېل شوے كوم به جې ډېر زر لانچ كړے شي۔ ده ووئيل صوبو سره په ګډه د ذيابيطس مخنيوي لپاره د 6 بېليونه ډالرو جامع پروګرام هم پېل كېدونكے كوم چې به نوي حكومت ته سپارلے شي۔ ده ووئيل پي اېم ډي سي، ډريپ، فارميسي کونسل، نرسنګ کونسل كښې چې كوم اصلاحات مونږ كړي ھغه د ټولو په وړاندې دي٬ د ډرېپ نظام ډيجيټلائز كړے شوے ٬ د داروګانو په اړه ګېلې د اېپ د لارې درج كېدې شي