ترهګر به د هېواد امن له مينځه وړلو كښې كامياب نه شي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني

image

اسلام آباد ، 27 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چئیرمین محمد صادق سنجراني په پېښور كښې شوې چاؤدنه په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي ترهګر به چرې هم د هېواد امن له مينځه وړلو له پخپل ناوړه مقصد كښې كامياب نه شي۔ هغه دا چاؤدنه د ترهګرو يوه بزدلانه كارروائي او د هغوي ماتې خوړونكې ذهنيت وګرځولو۔ د سېنېټ چيئرمېن د پېښې په نتيجه كښې د يو شمېر كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده اړوندو ادارو ته امر وكړو چې ژوبل شوو ته غوره طبي آسانۍ وركړئ

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں