د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل 20مه غونډه، وزيراعظم عمران خان به د وېډيو كنفرنس د لارې په غونډه كښې ګډون كوي

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل (اېس سي او سي اېچ اېس) 20مه غونډه به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ كېږي٬ وزيراعظم عمران خان به (اېس سي او سي اېچ اېس) په غونډه كښې د وېډيو كنفرنس د لارې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې وزيراعظم ته د اېس سي او سي اېچ اېس د مشرانو كونسل په غونډه كښې بلنه د روسيه اولس مشر ولاديمير پوتن وركړې ده۔ د روسيه اولس مشر به د غونډې مشري كوي۔ په غونډه كښې به د اېس سي او سي اېچ اېس عموسي سېكتر او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر نه علاوه د اېس سي او غړي هېوادونه او د څلورو مبصر رياستونو مشران هم ګډون كوي۔ د يادونې وړ ده چې د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل د اېس سي او اعلي ترين فورم دے۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں