په نصاب كښې د سيرت طيبه شاملول خوشبين دي۔ طاهر اشرفي

image

اسلام آباد۔ 30 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي وزیراعظم عمران خان چې په سيرت كنفرنس كښې د كومو جذبو څرګندونه وكړه هغه د اسلامي نړۍ د جذباتو څرګندونه ده۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل چې وزيراعظم اعلان كړے دے چې د اتم او نهم جماعت په نصاب كښې به سيرت طيبه ښودلې شي۔ هغه ووئيل دا يوه خوشبينه پرېكړه ده او دې سره به په اسلامي نړۍ كښې د پاكستان كردار لا روښانه شي۔ د سپكاوي خاكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښی طاهر محمود اشرفي ووئيل وزیراعظم د ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو ته خط ليكلې دے او هغوي سره رابطې هم كوي۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي پاكستان به په دې لړ كښې كليدي كردار ترسره كړي۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں