د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاؤسنګ ، کنسټرکشن او ډویلپمنټ قومی رابطه کمېټۍ اوونيزه غونډه

image

اسلام آباد 05 نومبر (اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاؤسنګ، کنسټرکشن او ډویلپمنټ قومی رابطه کمېټۍ اوونيزه غونډه د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ اېسوسی ایشن آف بلډرز او ډیویلپرز (آباد) غونډه خبر كړه چې سندھ كښې د 74 منصوبو منظوری ترلاسه شوي په كومو چې مجموعي لګښت 28 اربه روپۍ راځي ۔ د دې منصوبو پيل كيدو سره به د 55 اربه روپو اړوندې هلې ځلې پيل شي۔ د وزیراعظم میډیا آفس له مخې غونډه خبر كړې شوه چې ستمبر 2019 نه تر ستمبر 2020 په مهال د سیمنټ خرڅېدل 17فیصده او سټیل خرڅېدل 19 فیصده زيات شوي۔ آباد د تعمیرات لپاره د منظوری عمل لا اسانولو په اړه حکومتی هڅې وستائلې او په دې لړ كښې ئې تجاویز هم وركړل۔ غونډه خبر كړې شوه چې پنجاب كښې جولائی 2020 نه تر اوسه د 4714 منصوبو منظوری وركړې شوي۔ پنجاب كښې د اکتوبر 2020 په مهال تاریخی 5.73 ملیونه ټنه سیمنټ خرڅ شوي ۔ د سټيټ بينك ګورنر ووئيل نجی بینکونو ته د قرض وركولو په اړه د خپلو ملازمانو ټریننګ كولو سپارښتنه شوې دغسې چې قرض اخستونكو ته آسانۍ تر لاسه شي۔ په دې لړ كښې سټيټ بينك د آسانيو د وركولو معیار جاج اخلي۔ په غونډه كښې وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د منصوبو د منظورۍ عمل دې لا آسان كړے شي دغسې چې سرمایه كارو ته آسانۍ ترلاسه شي۔وزیر اعظم سپارښتنه وكړه چې د كومو ادارو د اړخه د منظورۍ عمل كښې بې ځايه د تاخیر ګيلې رامخې ته شوي د هغه افسرانو په ضد دې کارروائی وكرې شي۔د آباد د اړخه په وړاندې كړو وړاندېزونو وزیراعظم اړوندو ادارو ته سپارښتنې وكړې او تر راروانې غونډې ئې د پیشرفت رپورټ طلب كړو۔

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں