د وزيراعظم عمران خان په قيادت كښې حکومت د اظهار په آزادۍ پوخ باور لري۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په قيادت كښې حکومت د اظهار په آزادۍ د آئين بنيادي حق تر مخه پوخ باور لري، د ميډيا صنعت پرمختګ او ودې لپاره به ټول ممكنه سهولتونه وركول جاري ساتلے شي۔ وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز خپل پېغام كښې د پاكستان براډ كاسټر اېسوسي اېشن عهدېدارو ميا عامر محمود ته په چيئرمېن، سلمان اقبال او مير ابرهيم ته په وائس چيئرمېن، شکيل مسعود ته په عمومي سېكتر٬ احمد زبېري ته په جوائنټ سېكتر او محمد اطهر قاضي ته د خزانې په سېكتر ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان براډ كاسټرز اېسوسي اېشن (پي بي اے) نوې ټاكلې باډي به د ميډيا صنعت په خاص توګه د خبريالانو او وركرانو د مسئلو حل لپاره خپل بشپړه صلاحيتونه پكار رواولي۔ د اطلاعات وزير سنيټر شبلي فراز ووئيل الېكټرانك ميډيا په ټولنه ژور اثرات مرتب كوي چې پكښې فېصله سازي٬ د رائے عامه تشكيل او اولس د حالاتو نه په خبرولو كښې كليدي كردار شامل دے

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں