اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان بوسنيا سره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان په دوه ورځنې دوره راغلي د بوسنيا هرزېګووينا د پرېذيډنسي چيئرمېن شفيق جعفرووچ سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان بوسنيا هرزېګووينا سره غوره او د ورورولې اړيكې لري، دواړو هېوادونو د ضرورت په هر وخت كښې د يو بل مرسته كړې. د بوسنيا صدر ووئيل پاكستان په بوسنيا كښې د جنګ په مهال د ملګرو ملتونو په امن ډلو كښې په ځانګړي توګه ګډون كړے او په دې ستاسو ډېره مننه كوو. خارجه وزير ووئيل پاكستانے اولس به د كال 2005م په سخته زلزله او د كال 2010م په سېلاب كښې د بوسنيا لخوا شوې مرسته كله هم هېره نه كړي. ده ووئيل پاكستان بوسنيا سره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په لوړه كچه د پلاويو تګ راتګ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي. خارجه وزير د بوسنيا صدر په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو نه هم خبر كړو او په دې لړ كښې ئې د هغه بيان وستائيلو او وې وئيل په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې لړې روانه ده. كشميريا د هندي محاصرې او جبر څخه خلاصولو لپاره د بوسنيا پشمول نړيوالې ټولنې ته د خپل كردار ترسره كولو ضرورت دے. د بوسنيا صدر ووئيل بايد د بشري حقونو احترام مركزي حيثيت ولري ځكه مونږ د كشمير په اړه په خپل بيان كښې په دې ټينګار كړے چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو احترام وكړے شي او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې په سوله ايز ډول حل كړے شي. د بوسنيا صدر ووئيل پاكستان ته په راتګ او تاسو سره په ليدو او خبرو ډېر خوشحاله يم، پاكستان او بوسنيا ژورې اړيكې لري، د دې دورې په مهال به د شريكو اړيكو ودې له مرسته تر لاسه شي.دغسې دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو هم اتفاق وكړو. خارجه وزير د بوسنيا صدر په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان د كردار نه خبرولو سره په منطقه كښې امن لپاره د خپل كردار ترسره كولو د عزم پخلے وكړو