مېنګورہ 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان ټول لوي لوي غله راغونډ شوې دي او اېن آر او غواړي، د اېن آر او په نه ترلاسه كېدو اوس د پاكستان په پوځ او عدليه په نښه كولو سره نوې ګېم پېل شوې ٬ د دې نه زياته هېواد دښمني څه كېدې شي٬ نواز شريف لكه د ګيډرانو بهر ناستي سره خبرې كوي٬ زامنو ئې هم پېسې غلا كولو سره بهر ناست دي، لور ئې د پوځ په ضد خبرې كوي٬ د مېرمنې په ناطه ئې احترام كوٶ دې لپاره څه نه وائيو، شريف او زرداري ته اېن آر او وركولو سره هېواد سره لوے ظلم شوې دې، د قانون سرلوړي په ځائ ساتلو سره به پاكستان د مدينې په طرز فلاحي رياست جوړوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا ټولو وګړو ته د صحت سهولت كارډ وركولو منصوبې پرانستې په موقع مېنګوره كښې اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزيراعليٰ محمود خان، د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد، وفاقي او صوبائي وزيران، د اسمبلۍ غړي، د سيمې مشران او په لويه شمېره اولس موجود وو۔ وزيراعظم په شاندار هركلي د مېنګوره او مالاكنډ د اولس مننه وكړه ۔ وزيراعظم د سېلګرۍ په نوې ځايونو جوړولو د خېبرپښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان له مباركي وركړه او وئې وئيل چې اېكسپرېس وے ٬ موټروے او د سېل نوې ځايونو پرانستلو له امله په سيمه كښې داسې خوشحالي راروانه ده كومه چې وړاندې نه وه۔ وزيراعظم ووئيل سېلګرۍ او پرمختيائي اقدامات سره به سوات په بشپړه توګه بدل شي٬ پاكستان كښې د سېلګرۍ په څانګه كښې د پرمختګ بلها امكانات موجود دي۔ د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامت د اهميت وړ دي ٬ سېلګرۍ ودې سره به معاشي هلې ځلې هم وده وكړي۔ وزيراعظم ووئيل خېبرپښتونخوا وړومبۍ صوبه ده چرته چې به ټولو وګړو ته د صحت سهولت كارډ ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د د مدينې رياست كښې د قانون سرلوړي وه او ټول وګړي برابر وو، دې لپاره مسلمانانو تر پېړو د نړۍ امامت كړې٬ مونږ پاکستان د مدينې رياست په طرز جوړٶ۔ ده ووئيل د صحت سهولت كارد څخه به بې وسه خلق په كوم هم سركاري او نجي روغتون كښې تر لس لكه روپو د درملنې سهولت ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل نوې پاكستان هاٶسنګ منصوبې سره به اولس ته د خپل كور سهولت ترلاسه شي٬ بې وسه خلق د كومو چې ټول ژوند د كرايه په كور كښې تېرېدو ھغوي به اوس د خپل كور خاوندان جوړېږي او هم ھغه رقم به د كرايه مد كښې وركولو اوس به ئې د كور په قسطونو كښې ادا كوي او د خپل كور مالك به جوړېږي٬ د قانون په عدالت كښې د سماعت په سوب په دې كار كښې تاخير شوې اوس دا خنډ لرې كړې شوې دې۔ وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت د تعليم يو ډول نظام راولي دغسې چې امير او غريب لپاره د دريو جلا جلا نظامونو خاتمه وشي او د بې وسه كورنيو كوچنيانو ته هم د تعليم د لارې مخ په وړاندې د تګ موقع په لاس ورشي۔ ده ووئيل د مقدمو زر پرېكړو لپاره هم په خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې قانون سازي شوې ده ھغه مقدمې چې پرېكړې به ئې په كلونو كښې كېدې او به په يو كال كښې سر ته رسولې شي دې نظام سره به په انصاف كښې لوے بدلون راشي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د مدينې رياست په طرز جوړولو لپاره د قانون سرلوړي ضروري ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې ټول لوي ډاكوان راجمع شوې دي او غواړي چې دوي ونه نيولې شي٬ يو پكښې لندن كښې ناست دے٬ ھغه د بيمارېدو داسې ادكاري كړې چې زه مونږ په ترس راغې او عدالتونو له هم ترس ورغې او د بهر تګ اجازه ئې ورله وركړه٬ ما عدالت ته ووئيل چې د 7 اربه روپو په ضمانت ئې پرېږدۍ ځكه دي دوي د پېسې پوجا كوي د بهر تګ نه پس نواز شريف هڅه وكړه چې په څه ډول اېن آر او ترلاسه شي ھغه په دې پوهه دې چې عمران خان به داسې ونه كړي او چې كله ورته باور وشو نو چې كه هر ډول بلېك مېلنګ وكړي خو اېن آر او به ورته ترلاسه نشي نو اوس ئې د پاكستان په پوځ او عدليه ئي بريدونه كولو سره نوې ګېم پېل كړې۔ پوځ ته د بغاوت لپاره وائي د دې نه زيات هېواد دښمنه څوك كېدې شي٬ لور ئې هم دغه خبره كوي٬ زامن ئې پاكستان ته نه راستنېږي ٬ ځكه چې ھغوي ته هم معلومه ده چې ھغوي به هم د تورو تنبو شاته ځي٬ د مېرمن د احترام زمونږ د دود دستور ګټه پورته كولو سره ئې لور د ھغه پوځ په ضد خبرې كوي كوم پوځ چې د هېواد دفاع كوي ۔ وزيراعظم ووئيل كه كوم بل هېواد دې نو دوي به ئې زندان ته اچولې وې ٬ نواز شريف لكه د ګيډر د بهر نه خبرې كوي٬ زامنو ئې هم پېسې غلا كولو سره بهر ناست دي ۔ ده ووئيل دا هېواد لپاره د پرېكړې كولو وخت دے٬ په دې هېواد كښې لوے لوے ډكوان د 30 كالو راهسې هېواد لوټ كولو او د انصاف نظام پرې لاس نه شو اچولې٬ نواز شريف او زرداري يو بل ته كرپټ وائيلو او يو بل ئې زندان ته اچولو په يو بل ئې مقدمې جوړې كړې٬ نو راغونډېدو سره زما نه اېن آر او غواري او د پاكستان اولس ته دا پېغام وركوي چې مونږ د قانون نه بالاتر يو۔ وزيراعظم ووئيل د قانون په نظر كښې ټول برابر دي۔ وزيراعظم د مجمع نه پوښتنه وكړه د اربونو غلا كولو سره پېسه بهر استونكي كوم چې اېن آر او غواړي ھغوي ته اېن آر او وركول پكار ده نو د مجمع څخه د نه وركولو ځواب راغې۔ وزيراعظم ووئيل په كومه ورځ چې ما كرسۍ بچ كولو لپاره دې ډاكوانو له اېن آر او وركړه نو زه به د ټولو نه زياته غداري كوم۔ده ووئيل مشرف شريف كورنۍ او زرداري له اېن آر او وركولو سره هېواد سره لوے ظلم كړې٬ د اېن آر او وركولو له امله د 6 زره اربه قرضه 30 زره اربه شوې او د دوي د غلا بوجه نن مونږ پورته كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل هېواد به هله پرمختګ كوي كله چې به د قانون سرلوړي وي او هر چا لپاره به قانون برابر وي۔ وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان فلاحي رياست جوړول او د قانون سرلوړي قائمول لپاره به زه خپل ټول صلاحيتونه كاروم۔ د دې نه وړاندې د خېبرپښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان ووئيل د جنورۍ تر 31مې نيټې به د صوبې ټولو وګړو ته د صحت سهولت كارډز وركړې شي٬ اولس ته سهولتونه وركول د حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اولسي خدمت په مشن عمل كوٶ٬ د صحت سهولت کارډ د لاره به د هرې كورنۍ ويړيا درملنه كېږي۔ د خېبر پښتونخوا ټولو سيمو ته يو ډول ترقي وركولو لپاره هڅې كوٶ۔ په دې موقع د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل اولس ثابته كړې ده چې ھغوي عمران خان سره دي مالاکنډ ډويژن كښې سماجي او د معاشرتي پرمختګ سفر پېل شوې دې۔ ده ووئيل د صحت انصاف كارډ د لارې د ويړيا درملنې په سهولتونو وركولو مونږ فخر كوٶ٬ بهر هېواد كښې په مېشته پاكستانيانو وياړ لرو٬ د حکومت د ټولو اقداماتو مقصد د پسمانده طبقې بهتري ده۔ ده ووئيل مخالفه ډله غواړي چې د ھغوي لوټ مار دې معاف كړې شي٬ وزيراعظم خان په سپينو ټكو وئيلي دي چې چا ته به اېن آر او نه ترلاسه كېږي او د اولس پېسه لوټ كوٶنكي به نه معاف كوٶ۔(GUL/SFA/1755