لوك مېله اسلام اباد كښې د پښتو موسيقۍ او اتڼ د خلقو زړونه وګټل

image

اسلام اباد 11 نومبر (اے پي پي ) د لوك ورثه د سېوري لاندې لګېدلې لس ورځنې كلنه لوك مېله كښې د پښتو موسيقۍ د راغليو وګرو زړونه ګټلي دي۔ د رباب ټنګ او د ستار ترنګ سره د يا قربان غږ او اتڼ د راغلو پښتنو سره د نورو ژبو وئيونكو زړونه هم ګټلي دي۔ په دې مهال د مختلفو ژبو وئيونكې هم د دې نندارې نه مستفيد كېدل٬ د اے پي پي تر مخه د مختلفو څېزونو په لګېدلو اسټالونو هم د خلقو ګڼه ګوڼه زياته وه خو د موسيقۍ زور او خوند په ټولو حاوي ؤ ۔د رباب ٬ ستار ٬طبلې سره چې د باجۍ او تورۍ غږ تر غوږو شو نو پښتانه زلمي په اتڼ ورغلل جې منظر ئې د كتو ؤ او دغسې د پښتو وئيونكو سره د نورو ژبو وئيونكو هم د دغې منظر نه ښه خوند واغست۔ ياد دې وي په اسلام اباد لوك ورثه كښې د 6 نومبر نه لوكه مېله روانه ده كومه به چې تر 15 نومبر دوام لري چې بكښې د څلورو واړو صوبو سره د ګلبګت بلتستان او د ازاد جمو و كشمير د كلتور په زړه پورې عماسي شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں