اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر خپل ټويټ كښې وئيلي دي د 80 فيصده پاكستانيانو دا وېنا ده چې اپوزيشن دې اولسي غونډې نه كوي۔ 65 فیصده دا ګڼي چې اپوزيشن ذاتي ګټې له دا اولسي غونډې كوي۔ هغه ووئيل د 81 فيصده وګړو خيال دا دے چې حكومت د كورونا دويمې چپې مخنيوي له مناسب ګامونه پورته كوي۔ هغه زياته كړه چې اوس هم وخت دے چې اپوزيشن اولس دښمنه غونډې ونه كړي۔