اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي پاكستان يو ذمه وار او سوله ايز هېواد دے، پاكستان كمزورے كولو لپاره هند د دروغو، بهتان او تورونو نه كار اخلي، د ډس انفولېب اوسني رپورټ ثابته كړې چې هند په دروغو او جعل سازې كښې تر دې حد تللے شي، د نړۍ د لوي جمهوريت ادعا كونكے هند د ناوړه چالونو په وجه د فاشسټ هېواد په توګه رامخې ته شوے، د هند ناوړه چالونو او د هندو توا نظرئې د منطقې امن خطر سره مخ كړے، د نړيوالې ټولنې خاموشي او دوه مخېز معيار سواليه نشان دے. ده دا خبرې د شورو په ورځ په انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز ﴿آئي اېس اېس﴾ كښې د هندو توا ذهنيت او د هند د پراختيا په غزائمو د پوهېدو په سرخط سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د هندو توا ذهنيت او د هند د پراختيا عزائم يوه مهمه موضوع ده. د دې سېمينار د انتظام كوونكو مننه كوو. ده ووئيل په نړۍ كښې د لوي جمهوريت ادعا كونكے هېواد نن د فاشسټ هېواد په توګه نړۍ ته ورمخې ته كېږي. ده ووئيل زمونږ ګاونډي هېواد هند په پاكستان كښې دننه د ترهګرې په كارووائيو كښې نېغ په نېغه ككړ دے. پاكستان شواهد نړۍ ته وړاندے كړي. ده ووئېل پاكستان د منطقې په امن او استحكام كښې مهم كردار ترسره كوي. پاكستان يو ذمه وار او سوله ايز هېواد دے، پاكستان كمزورے كولو لپاره هند د دروغو، بهتان او تورونو نه كار اخلي. ده ووئيل هند يوه خطرناكه لوبه كوي د چا بې نقابه كولو لپاره چې به پاكستان خپل سفر روان ساتي ځكه چې د مودي او هندو توا فلسفه ټولې نړۍ ته معلومه شوې.