حکومت د مېرمنو مساوي حقونه باوري لپاره ګامونه پورته كوي، په جرنلسټ پروټېکشن بل كښې به د مېرمنو خبريالانو حقونه باوري كولے شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز د مېرمنو حقونو په اړه دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 23 دسمر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې موجودہ حکومت د مېرمنو مساوي حقونه باوري كولو لپاره ګامونه پورته كوي ، په اسلامي تاريخ او د آزادۍ په تحريك كښې د مېرمنو كردار مثالي ٶ٬ په جرنلسټ پروټېکشن بل كښې به د مېرمنو خبريالانو حقونه باوري كولے شي، د مېرمنو حقونو په اړه د جامع لائحې لپاره د مذهبي او كلتوري اقدارو ترمخه ذهن سازي كول د وخت مهم ضرورت دے، سائبر کرائم، هراسمنټ او نور زياتېدونكو په منظمو جرائمو قابو موندلو لپاره د قانون سازۍ پشمول يو شمېر ګامونه پورته كوٶ، دا خبره باوري كول دي چې مېرمنې معاشرتي تحفظ ولري۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د مېرمنو حقونو په اړه دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووېيل د هېواد د آبادۍ نيمه برخه په مېرمنو مشتمل ده ٬ د دوي د حقونو په اړه اقدامات ضروري دي۔ ده ووئيل د هېواد اسلامي تاريخ او د هېواد د آزادۍ تاريخ او آئين مونږ ته دا ښائي چې د مېرمنو كردار مثالي ٶ۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه پس په وړومبنو دريو لسيزو كښې زمونږ د مېرمنو چې كوم كردار او پروګرېسو وژن ٶ د 80 د لسيزې نه پس زمونږ په هېواد كښې داسې ماحول جوړ شو چې زمونږ ټوله معاشره ئې په خپل حصار كښې واخسته او دغې سوچ زمونږ ټولنې ته دومره زيان ورسولو چې تر اوسه پرې قابو ونه موندلے شو۔ ده ووئيل زمونږ په ګوند كښې شيريں مزاري،ثانيه نشتر او ملائکه بخاري غوندې مېرمنې ناستي دي كومې چې د سړو نه زيات كار كوي، دې مېرمنو چې د مېرمن حقونو لپاره كوم كار كړے هم ھغه زمونږ وژن دے۔ ده ووئيل د مېرمنو د مسئلو حل لپاره به د جامع لائحې د لارې ذهنيت بدلول وي۔ ده ووئيل پاکستان ټيلي ويژن يوه مهمه رياستي اداره وه ٬ د دې په كلتوري هلو ځلو كښې معاشري ته كوټلے پېغام رسولو لپاره سفر به لا ګړندے كول وي ۔ ده ووئيل مونږ له په خپل دود دستور كښې د پاتې كېدو تر مخه د مېرمنو ډاډګيرنه كول دي٬ مونږ له اوس د ډرامه نګارۍ او كلتور د لارې معاشرتي چارې رامخې ته كول دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں