ماشومان دې د قائداعظم په اصولو عمل كولو سره په هره څانګه كښې د علم او صلاحيتونو څرګندونه وكړي. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د قائد ورځې په مناسبت د ” قائد او ماشومان” په سرخط دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ماشومان دې د قائداعظم په اصولو عمل كولو سره په هره څانګه كښې د علم او صلاحيتونو څرګندونه وكړي او خپل هېواد دې بام ته ورسوي، عظيم هېوادونه قوي او منظم قومونو خپل محنت، عزم او خلوص سره جوړ كړي دي، پاكستان د قائد امانت دے او اوس د ځوان نسل ذمه واري ده چې هغه هېواد قوي او خوشحال كړي. صدر مملكت دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د قائد ورځې په مناسبت د ” قائد او ماشومان” په سرخط جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ماشومانو ته تاكيد وكړو چې هغوي د قائداعظم محمد علي جناح د ژوند مطالعه وكړي چې څنګه هغه پاكستان جوړولو لپاره ډېر محنت كړے و. ده ووئيل چې يوازې د داسې لوړ كردار او قوي عزم شخصيت هغه كاميابې ترلاسه كولې شوه كومه چې هر چا ناممكنه ګڼله. صدر مملكت والدين او ښوونكو ته ووئيل چې هغوي دې د ځوان نسل د ابتدائي عمر څخه په قومي كردار سازې كښې مرسته او لارښونه وكړي. صدر مملكت ووئيل چې ماشومان دې د قائداعظم په اصولو عمل كولو سره په هره څانګه كښې د علم او صلاحيتونو څرګندونه وكړي او خپل هېواد دې بام ته ورسوي، عظيم هېوادونه قوي او منظم قومونو خپل محنت، عزم او خلوص سره جوړ كړي دي، پاكستان د قائد امانت دے او اوس د ځوان نسل ذمه واري ده چې هغه هېواد قوي او خوشحال كړي. صدر مملكت د قائداعظم محمد علي جناح د 11م اګست كال 1947م د وېنا حواله وركړه په كوم كښې چې هغه اعلان كړے و چې په پاكستان كښې به اقليتونه خپلو عبادت خانو ته د تللو مكمل آزادي لري، پاكستان د جمهوري اصولو په بنياد جوړ شوے او خلقو خپل جلا وطن ترلاسه كولو لپاره خپل جمهوري حق كارولې. صدر مملكت ماشومانو ته تلقين وكړو چې هغوي دې د قائد د ايمان، تنظيم او اتحاد اصول عملي كړي. په دې موقع ماشومانو قومي نغمې ووئيلې او د قيام پاكستان په تحريك ئې ټېبلوز هم وړاندې كړل.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں