اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د راتلونكو 24 ساعتو په مهال اسلام آباد، خېبرپښتونخوا، پنجاب، پوټھوهار، کشمير، ګلګت بلتستان، شمالي او سوئيلي بلوچستان٬ سوئيلي ختيز سندھ كښې د سيلۍ سره د باران ورېدو امكان دے ٬ په دې مهال په شمالي ختيز پنجاب٬ کشمير او بره پښتونخوا كښې ځينې ځايونو كښې د زيات باران امكان دے۔ د نهې په ورځ د موسميات محكمې له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال اسلام آباد، خېبرپښتونخوا، پنجاب، پوټھوهار، کشمير، ګلګت بلتستان، شمالي او سوئيلي بلوچستان٬ سوئيلي ختيز سندھ كښې د سيلۍ سره باران ورېدلے٬ د هېواد په نورو برخو كښې موسم وچ او ګرم ٶ٬ تر ټولو زيات باران د پنجاب په سيالكوټ ضلع كښې (ايئرپورټ 104 سټي 69)، منډي بهاؤالدين 98، ګوجرانواله 82، ګجرات 54، اسلام آباد (سيد پور 61، سټي 50، ګولړه 20، بوکرا 06، ايئرپورټ 04)، پېنډۍ (شمس آباد 61، چکلاله 41، کچهري 10)، نارووال 44، منګلا 42، جهلم 37، حافظ آباد 35، مري 18، شيخوپوره 16، لاهور (سټي 14، ايئرپورټ 02)، اټک 06، چکوال 02، سندھ كښې په تھر پارکر (اسلام کوټ 32، کلوهي 20، ډيپلو 16، دهلي 09، مټھي، نګر پارکر 07، چھاچھرو 06)، مير پور خاص13، مټھي 07، کراچۍ (کورنګي 06، کيماړي 02، جناح ټرمينل، فيصل بېس، مېټ کمپليکس، نارتھ کراچي، سرجاني ټاؤن، مسرور بيس01 ) ، ټھټھه 03، کشمير كښې په کوټلي كښې 26، مظفر آباد (ايئرپورټ 20، سټي 17)، بلوچستان كښې په لسبيله كښې 18، خېبر پښتونخوا مالم جبه 07، سيدو شريف كښې 4 ملي ميټر باران رېكارډ شوے۔