اسلام آباد۔24 دسمبر (اے پی پی) ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی پاکستان (ټی ډی اے پی) وئيلي دي چې په بنګله دېش كښې كېدونكي نړيوال تجارتي نندارتون 29 م ” ډھاکه انټرنېشنل ټرېډ فیئر” كښې ګډون كولو له تر سبا ورځې (25 دسمبر) درخواستونه جمع كېدې شي۔ د ټی ډی اے پی لخوا د جاري شوو تفصيلاتو له مخې 31 ورځنې نندارتون به ډھاكه كښې د جنورۍ اولنۍ نېټې څخه تر 31 جنورۍ دوام لري په كوم كښې به چې ټېکسټائل ، دستکارۍ ، زرعی مصنوعات ، کھجورو ، مېوو ، تركاريانو ، لېدر مصنوعات ، د لوبو سامان او جېمز سره تړون لرونكي كسان او ادارې خپل مصنوعات نړيوالو اخستونكو ته وړاندې كولو سره سره خپلې كاروباري چارې ترسره كولې شي۔ د نندارتون په اړه نور تفصيلات د اتھارټي وېب سائټ څخه ترلاسه كېدې شي