افغان حكومت بايد خپلې خاورې څخه د ټي ټي پي د كارروائيو مخه ونيسي ٬ افغانستان څخه په پاكستان بريدونه به ونه زغملے شي دا مونږ لپاره د رېډ لائن حېثيت لري : وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد۔27دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې له خپلې خاورې څخه د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعاليتونو مخه ونيسي، يو خوا اړيکو زياتولو له خوښې څرګندول او بل خوا ټي ټي پي ته ښكاره اجازه وركول او له افغانستان څخه په پاکستان د بریدونو كېدل ٬ د منلو وړ عمل نه دے٬ مونږ به د پاكستان د سالمتيا د غوښتنو مكمل دفاع كوو۔ د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي او ورور هېواد دے كوم سره چې زمونږ په زرګونو كلوميټره اوږده پوله شريكه ده٬ دغه هېواد سره مونږ اړيكې ښه كول ٬ معاشي مرسته ٬ تجارت ته وده وركول او همكاري پراخه كول غواړؤ خو له بده مرغه نن هم ټي ټي پي له هغه ځایه څخه كارروائي كوي او په پاكستان کښې زمونږ بې ګناه خلق شهيدان كوي ٬ دا پالېسي عملي كېدې نه شي۔ ده ووئېل افغانستان ته مو څو څو وارې د ښو اړيكو بحالولو پېغام وركړے خو د ټي ټي پي مخه به په بشپړه توګه نيول وي٬ هغوي ته دې په هېڅ صورت د پاكستان د بې ګناه كسانو د شهيدولو اجازه ورنكړې شي٬ دا مونږ لپاره رېډ لائن دے۔ كه ټي ټي پي همدغسې افغان خاورې څخه كارروائي كوي نو دا مونږ لپاره په هېڅ صورت د قبلولو نه ده٬ ده ووئيل مونږ به د پاكستان د سلامتيا د غوښتنو مكمل دفاع كوو۔ ده په افغان حكومت زور راوړو چې هغه په دې بابله كوټلې تګلاره وضعه كړي۔ مونږ خبرو اترو له چمتؤ يؤ خو كه له يو خوا د ښو اړيكو پېغام وركړؤ شي او بل خوا ټي ټي پي ته ښكاره آزادي وي نو دا خبره د منلو وړ نه ده۔ په دې موقع وزيراعظم پخوانۍ وزير اعظمې بېنظير بھټو ته په 17م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه يوه زړه وره او د اسلامي نړۍ اولنۍ مېرمن وزيراعظمه وه٬ هغې په سياست كښې په مفاهمت باور لرلو٬ هغې نواز شريف سره ميثاق جمهوريت لاس ليك كړے ؤ كوم چې ټولو ګوندونو ستائېلے دے٬ ده ووئېل هېواد او جمهوريت لپاره د هغې خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده د شهيدې محترمه بېنظير بهټو لوړو درجو له دعا او صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ د هغه زوي بلاول بهټو او د هغه خوېندو له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم وفاقي کابینه پاړا چنار ته د اېن ډي اېم اے د لارې په چورلكه دارګانو رسولو په اړه خبر كړه۔ ده ووئيل يو ټن داروګان پاړا چنار ته لېږلے شوي او دغې ځاے څخه ټپيان او رنځوران د چورلكې د لارې لا درملنو له اسلام آباد ته رارسولې شوي۔ وزیراعظم د ترهګرو په ضد د پاك پوځ او قانون نافذ كوؤنكو ادارو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل څو ورځې وړاندې په يوه پېښه كښې د اېف سي 16 ځوانان شهيدان شول۔ دغسې په قطبي وزيرستان كښې يوه كارروايۍ كښې يو شمېر خوارج ووژل شول۔ په دغه كارروايۍ كښې يو مېجر او ځوان هم شهيد شو۔ وزیراعظم كابينه د آذربائیجان صدر سره د خپل ټېلېفوني تماس نه خبرولو كښې ووئيل هغه سره مې د الوتكې پېښه كښې د 38 كسانو په مړينه خواخوږي ښكاره كړې۔ وزیراعظم ووئيل د آذربائیجان صدر د پاکستان اولس سره زياته مينه لري٬ په راتلونكو څو مياشتو كښې به آذربائیجان سره زمونږ اړيكې لا پياوړې شي۔ وزیراعظم ووئيل په پاكستان كښې د آئي سي سي ایونټس كېدونكے دے كوم چې د كركټ مينه والو لپاره يو زېرے دے٬ دې لپاره چمتوالے نيولے شوے۔ دې مېچونو سره به د پاكستاني زلمو صلاحيتونه رامخې ته شي۔ وزیراعظم کابینه د اے ډی آر په اړه مثبت پېشرفت څخه خبر كړه او د نائب وزیراعظم ، خزانې وزير او د سټېټ بنك ګورنر كردار يۍ وستائېلو۔ وزیراعظم ووئيل قامي خزانې ته به د دوئي د هڅو په نتيجه كښې 70 اربه روپۍ ترلاسه شي او په راتلونكو درېو كلونو كښې به نزدې 140 اربه روپۍ خزانې ته راشي۔ وزیراعظم ووئيل بنكونو په 22 نيم فيصده پالېسي رېټ زياته ګټه كړې او په ټي بلز يۍ انوېسټ كړه ٬ په داسې صورت هېواد كښې صنعتونه جوړېدے نه شي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں