اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په افغانستان كښې كه صورتحال لا ناوړه شي نو دې سره لويې بشري بحران رامخې ته كېدې شي٬ د افغانستان صورتحال يوازې پاكستان ته نشي پرېښودلې كېدې٬ د نړۍ يو معيشت هم دا ډول بوج نشي زغملے، مونږ نه غواړو چې افغان اولس كډه وكړي٬ د افغانستان مسئله د پاکستان، ايران، ازبکستان او تاجکستان پشمول نړۍ لپاره مشكل صورتحال پېدا كولې شي۔ دا خبرې ده د اتوار په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كنفرنس په موقع خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل دا كنفرنس د افغانستان پحقله يو لويې كنفرنس دے، افغانستان كښې وضعه خرابېږي٬ مېرمېن او كوچنيان زيات متاثره دي، پاکستان وړاندې افغانستان ته 5 اربه روپۍ د مرستې په توګه وركړي دي٬ د افغانستان صورتحال يوازې په پاكستان نشي پرېښودلې كېدې، د نړۍ يو معيشت هم دا ډول بوج نشي زغملې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل امريکې د افغانستان 9 اربه ډالره منجمد كړې دي، كه دا رقم بېرته ورنه كړې شي نو د دې په نتيجه كښې به بحران لا زيات شي، افغانستان كه په سياسي توګه تسليمولې نه شي نو لږ تر لږه په تعليم٬ صحت او خوراك دې نېغ په نېغه رقم مصرف كړې شي۔