اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملکت فرخ حبيب وئيلي دي د مريم صفدر غوندې خلقو چې كله د خپلو پېسو پرچيزنګ كولو نو ورته به معملومه وه چې ګراني څه ته وائي٬ ګرده نړۍ كښې رېكارډ ګراني راغلې،په دې حقيقت سترګې نشي پټېدے، د خېبر پښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې ن ليګ په آخري لمبر دے٬ د نهې ورځ د مريم صفدر د بيان په غبرګون كښې فرخ حبيب ووئيل د خېبر پښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې پي ټي آئي ته په يوه يوه چوكۍ د پارټۍ د يو شمېر كاركنانو د دلچسپۍ درخواستونه تر لاسه شوي وو ٬ د ګلګت بلتستان او د آزاد کشمير غوندې ن ليګ په خېبر پښتونخوا كښې هم په بلدياتي ټاكنو كښې ماتي سره مخ شوے۔ ده ووئيل كاش چې مريم صفدر نن په خېبرپښتونخوا كښې خپله ماتې د زړه نه تسليم كړې وه ۔ ده ووئيل عمران خان ته د كال 2018 په الېكشن كښې پنځو كالو له حكومتي مېنډېټ اولس وركړے ،راتلونكي الېكشن كښې هم د كلين سويپ عزم لرو۔ وزي مملكت فرخ حبيب ووئيل نواز شريف خو عدالتي بھګوړه دے، كه همت ئې لرلو نو داسې دارو درملو به بهانه به نه تښتېدلو ٬ ن ليګ تقسيم شوے ٬ ده ووئېل وړومبے د پارټۍ د قيادت پرېكړه وكړې ٬ چې شهباز شريف متحرك شي نو مريم صفدر د دوو مياشتو په رېسټ لاړه شي