اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) قامي سلامتيا لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر معید یوسف وئېلي دي چې پاکستان كښې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د غېر معمولي غونډې كاميابۍ افغان اولس لپاره د انساني مرستې لارې خلاصې كړې دي، افغانستان چې د سخت صورتحال نه رابهر شي نو دا به پاكستان لپاره هم بهتر ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل په افغانستان د او آئي سي غېر معمولي غونډه كولو كرېډټ پاكستان ته ځي، په راتلونكو څو ورځو كښې به په افغان سيمه كښې د بېنكارۍ نظام كار كول پېل كړي۔ ده ووئيل افغانستان كښې استحکام لپاره ډېر رقم پكار دے، سعودی عرب افغانستان لپاره د زياتې مالي مرستې اعلان كړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانستان چې د سخت صورتحال نه رابهر شي نو دا به پاكستان لپاره هم بهتر ثابت شي٬ افغانستان لپاره د فنډنګ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغان اولس به د ټرسټ فنډ د لارې مرسته ترلاسه كوي