د ن ليګ د 27 اربه ډالرو ادائيګۍ په مقابله كښې به د پي ټي آئي د مجموعي قرضو ادائيګي 55 اربه ډالره وي٬ كارمندان دې د عمران خان په مشرتابه كښې منظم شي، چوهدری فواد حسین

image

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې يوازې د روان كال په مهال د غېر ملكي قرضو ادائيګي 12.27 اربه ډالره ده او نزدې د 12.5 اربه ډالرو ادائيګي په كال 2023 كښې كول دي۔ د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د پي ټي آئي په 5 كاله كښې به د مجموعي قرضو ادائيګي نزدې 55 اربه ډالره وي او د دې په مقابله كښې ن ليګ په خپل 5 كلن دور كښې د 27 اربه ډالره ادائيګي كړې ده۔ په خپل يو ټويټ كښې د رانا عمران سليم د ټويټ په ځواب كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د پاكستان تحريك انصاف مشرتابه او كارمندان دې خپل منځه ذاتي اختلافات شاته كړي او د عمران خان په مشرۍ كښې دې ځانونه منظم كړي٬ هغه زياته كړه چې كه دا مهال پي ټي آئي كمزور ې شو نو هېواد به شرمخانو ته لاس ورشي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں