پاکستان ترکمانستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ د صدر مملکت ډاکټرعارف علوي د تركمانستان خارجه وزير مردوف راشد سره په ملاقات كښې خبرې

image
APP41-201221 ISLAMABAD: December 20 - Foreign Minister of Turkmenistan, Meredov Rashid Ovezgeldiyevich called on President Dr Arif Alvi at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان ترکمانستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه٬ د ملګرو ملتونو٬ اي سي او٬ شنګهائي مرستې تنظيم پشمول په اهمو سيمه ايز او نړيوالو فورمونو د يو ډول موقف نه علاوه شاندار اړيكې دي٬ پاکستان د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې په وخت بشپړولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ترکمانستان خارجه وزير مردوف راشد سره په ملاقات كښې كړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ايوان صدر د ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ترکمانستان خارجه وزير سره په خبرو كښې ډاکټر عارف علوي د سيمه ايزو روابطو او معاشي انضمام اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو له سيمه ايزو روابطو ته وده وركولو لپاره شريكې هڅې پكار دي۔ صدر مملکت د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غونډه په كاميابۍ ګران مېلمه له مباركي وركړه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې د اسلامي مرستې تنظيم هېوادونو دا غونډه به د افغانستان د بحران مخنيوي لپاره په نړيواله مرسته ترلاسه كولو كښې كاميابه شي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي دې د افغانستان وضعې د سنګينۍ ادراك وكړي او په دې سخت وخت كښې دې د دوي مرسته وكړه۔ په دې موقع د ترکمانستان خارجه وزير د ترکمانستان صدر قربان علي بردي محمدوف لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ ده ووئيل د صدر ډاکټر عارف علوي د تركمانستان دوره د زمونږ لپاره لوے ملاتړ ٶ ، دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ اړيكې لا مستحكمې شي

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں