په افغانستان كښې تل باتي امن راتلل او د انساني بحران لاره نيولو لپاره فعاله نظر شريكول ضرورې دي ۔ د سفير منصور احمد خان”د پاك افغان قيصه اورولو سيريز”غونډې په مهال بحث

image

اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي)په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان په نړيواله ورورولۍ په خاص توګه په ګاٶنډيانو هېوادونو زور رواړے چې ھغوي په افغانستان د تل پاتي امن لپاره فعال انداز خپل كړي،افغانستان كښې دا مهال انسانيت تباهۍ ته رسېدلے ۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده د جمعې په ورځ د پاك افغان يوته فورم تر سېوري لاندې د “پاك افغان قيصۍ اورولو سيريز” سېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل نړۍ ته راوړاندې كېدو او د افغانستان 40 مېليونه خلقو په وخت مرستې كولو لپاره وئيلي شوي ځكه چې دا هېواد په غېر ملكي مرسته زيات انحصار لري ۔ ده ووئيل پاكستان يو مهم كردار لوبولے او “په افغانستان كښې تل پاتي امن لپاره په منطقه كښې بشپړه هڅې كوي”۔ ده ووئيل پاكستان د چين٬ روسيه او په امريكا مشتمل د ټولو سيمه ايزو فورمونو او د ټرائيكا پلس غړے دے او افغانستان كښې يو ټولشموله او د نمائنده حكومت جورولو لپاره جامع اقدامات كوي٬ په کابل كښې د پنځلسم اګست نه پس په حالاتو رڼا اچولو كښې ده ووئيل غېر ملكي مشنز، سفارت کار او د نړيوالو ادارو د انخلاء نه پس د پاكستاني سفارت د تعميري كردار ستائنه كېږي۔ ده ووئيل “كله چې افغانستان او د ده آبادۍ پرېشانۍ سره مخ وه نو په كابل كښې د پاكستان سفارت ٶ چا چې خپله كاروائي بنده نه كړه او نړېوالي ورورولۍ ته ئې په پاكستان كښې بيا مقام او انساني هلې ځلې ترسره كولو لپاره سهولت وركړے “۔ د انخلاء عمل په مهال د پاكستان واكدارانو پاكستان ته د راتلونكو افغانانو په لويه شمېر راتګ منظم كولو لپاره په پولو معاون اقدامات كړي۔منصور احمد خان ووئيل انساني مرستې لپاره د هند غنم هم د پاكستان د لارې افغانستان ته رسولې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په كابل كښې وضعه بيخي بدله شوې ځكه چې طالبان اوس په بشپړه توګه نړيوالې ورورولۍ سره د خبرو اترو د لارې اقتصادي بنديزونه لرې كولو له خوښي لري۔ ده واضح كړه چې پاكستان دا پاليسي لري چې ھغوي د افغانستان په كورنۍ معامله كښې مداخلت ونه كړي ځكه چې دا د افغان اولس حق دے او د دوي د مشرانو ذمه واري ده چې ھغوي ځان لپاره كوم نظام غواړي په ھغې كار وكړي ۔ په افغانستان كښې د انجونو تعليم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب منصور احمد خان ووئيل د پنځلسم اګست نه پس د طالبانو نوي حكومت د هېواد په دولس ولايتونو كښې انجونو لپاره لوړې زده كړې پېل كړې وې، هيله لرو چې په پاتې صوبو كښې به هم د انجونو ښونځي بيا خلاص كړے شي۔ ده ووئيل د 50 زره نه زيات افغانان په پاكستان كښې زده كړې كولو نه پس پخپل هېواد كښې په سركاري او نجي څانګو كښې خدمات ترسره كوي٬ د پاکستان واكمنو لخوا افغان وګړو لپاره د يو زر نه زيات سكالرشپس وركړے شوي چې پكښې سل چوكۍ انجونو لپاره مختص وې۔دغسې ده د طالبانو د نوي حكومت تسليمولو په اړه د مطلوبه نتيجې ترلاسه كولو لپاره نړيوالې ورورولۍ سره جامع نظر شريكول او د كوټلو هڅٶ په حاجت زور رواړو ٬ ده ووئېل د پاکستان بنیادي پام د نړيوالې ورورولۍ د انساني همدردۍ په معامله افغانستان ته پام لرنه وه ده ٬ په افغان ویزه پالیسي خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان د ګاٶنډي هېواد اولس ته سهولت لپاره د ويزه عمل آن لائن كولو نه پس آسان كړے ۔ ده ووئيل هند تل افعان خاوره د پاكستان په ضد د ترهګرۍ كاروائيو لپاره د يو لانچنګ پلېټ فارم په توګه كارولې ٬ خو د افعانستان نوي واكداران واضح پاليسي لري چې د ھغوي خاوره به د ترهګرۍ او د كوم هېواد په ضد نه استعمالېږي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں