لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په جوهر ټاٶن كښې د رمضان بازار ناڅاپي دوره وكړه. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د دورې په مهال وزيراعظم اولس ته په روژه كښې په ارزانه بېعه د خوراك څښاك څيزونو د وركړې باوري كولو خاص هدايت وكړو.