چين به د سي پېك فېز ټو لاندې په 7 څانګو كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي٬ د وزيراعظم د سي پېك چارو خصوصي مرستيال خالد منصور خبري كنفرنس

image

اسلام آباد۔7فروری(اے پی پی) د وزیراعظم د سي پېك چار خصوصي مرستيال خالد منصور وئيلي دي چين به د سي پېك فېز ټو لاندې په 7 څانګو كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي٬ سی پېک اتھارټی كښې ون ونډو آپرېش پېل شوې دې ، سی پیک اتھارټی د چينائي سرمايه كارو تحفظات لرې كوي، د وزیراعظم د چين دورې په مهال 20 غونډې وشې په كوم كښې چې د 500 کمپنیو مشرانو سره ورچوئل ملاقاتونه وكړې شول۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ خالد منصور ووئيل سی پېک اتھارټي كښې ون ونډو آپرېشن پېل شوې دې ٬ سي پېك اتھارټي د چينائي سرمايه كارو تحفظات لرې كوي٬ د وزيراعظم لخوا په باقاعده توګه د مسئلو د حل كولو باور وركړې شوې دې۔ هغه ووئيل چينائي صدر شی جن پنګ او وزیراعظم لی ته د سرمايه كارۍ حوالې سره فچ بك وركړې شوې۔ چينائي كمپنۍ به په ګوادر كښې پېپر او د اسټيل ري سائيكلنګ لپاره پلانټ لګوي۔ د میټلز اېكسپورټ لپاره نزدې د 4 نيم اربه ډالرو سرمايه كاري متوقع ده۔ هغه ووئيل ای سی سی آئی پی پیز لپاره د 100 اربه روپو ګرانټ منظوري وركړې ده په كومو كښې چې د 50 اربه روپو رقم 9 آئي پي پيز ته وركړې شوې دي او پاتې 50 اربه روپۍ به د دې مياشت تر پايې وركړې شي۔ هغه ووئيل د سی پېک 53 اربه سرمايه كارۍ كښې به د 25 اربه ډالره سرمايه وكړې شي۔ پاكستان كښې د صنعتونو بحالۍ او د صنعتي پرمختګ لپاره ګامونه پورته كولې شي۔ هغه ووئيل د وزیر اعظم د چين تاريخي دورې ايجنډې په اړه به تاسو ته ووايم۔ خالد منصور ووئيل چې وزيراعظم سره ون آن ون ملاقاتونه وكړې شول۔ د وزیر اعظم د تللو نه وړاندې د وزيراعظم په مشرۍ كښې 20 غونډې وشوې۔ د 500 نه زياتو د چينائي كمپنيو نمائندګانو هم په دې غونډو كښې ګډون وكړو۔ هغه ووئيل موجوده سرمايه كارۍ ته تحفظ وركول اوس زمونږ كار دې۔ هغه ووئيل په پاكستان كښې مېشته ريفائنريز اپ ګرېډ كولې شي۔ هغه ووئيل د چين صدر ته د پاكستان او خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته د چين دورې بلنه وركړې شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں