په ګوادر كښې به د صنعتي زون جوړولو څخه به بلوچستان كښې خوشحالي راشي۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر

image

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)د منصوب بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي په ګوادر كښې به د صنعتي زون جوړولو څخه بلوچستان كښې خوشحالي راشي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده وئويل غېر ملكي سرمايه كار د كركيلې٬صنعت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګو كښې خوښي لري كوم چې د پاكستان لپاره خوشبينه ده۔ وفاقي وزير اسد عمر د اېم اېل ون پروژې په پېشرفت تبصره كولو سره وئېلي دي په دې لړ كښې سنجيده خبره شوي ٬د چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)په اړه ده ووئيل د صارفين آسانيو لپاره به سي پېك اتهارټي كښې سنټر جوړولې شي۔د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې اسد عمر ووئيل په بېلو څانګو كښې لا پېشرفت لپاره چين سره د مفاهمت په ګڼ شمېر يادښتونو لاس ليك شوے

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں