پيپليز ګوند عمر له د خواري كښو او کروندګرو د حقونو لپاره غږ پورته كړې،د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه

image

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي چې پاکستان پيپلز ګوند عمر له د خواري كښو او كروندګرو د حقونو لپاره غږ پورته كړې دې، د مئي ورځ په اړه خپل يو بيان كښې ده ووئيل تير حكومت د كركيلې څانګه تباه کړې ده دغسې دا څانګه زمونږ د معيشت په پرمختګ كښې د ملا د تير حيثيت لري۔ده ووئيل پاکستان پيپلز ګوند د خواري كښو او كروندګرو پرمختګ لپاره به انقلابي اقدامات کوي۔ خورشيد احمد شاه ووئيل د خواري كښو د پرمختګ نه غير نه كوم هېواد پرمختګ كولې او نه په هغه هېواد كښې اولسي سوكالي راتللې شي۔ده ووئيل د مئي په ورځ مونږ لوظ كوو چې مونږ به د خواري كښو او كروندګرو پرمختګ او سوكالۍ لپاره په زړه پورې كار كوو۔ده ووئيل پاکستان پيپلز ګوند عمر له د خواري كښو او كروندګرو د حقونو لپاره غږ پورته كوي۔

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں