لنډمهاله وزيراعظم به د او آئي سي په غېر معمولي غونډه كښې ګدون كوي۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ به په سعودي عرب كښې د او آئي سي په غېر معمولي غونډه كښې ګدون كوي۔ د خارجه دفتر وياندې د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې وزيراعظم په دې غونډه كښې ګډون لپاره د سعودي عرب دوره كوي٬ د مشرانو د غونډې نه وړاندې به خارجه وزير جليل عباس جېلاني د خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون كوي۔ وياندې ووئيل چې پاکستان به نړيواله اتفاق رائے مخ په وړاندې بوتللو او د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه خاتمه او غزه اولس لپاره د مرستې هلې ځلې ګړندۍ كولو لپاره خپل كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں