پاك چين سپرلي خيزه تزويراتي مرسته او شراكت داري د سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره كاميابي ده۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي پاك چين سپرلي خيزه تزويراتي مرسته او شراكت داري د سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره كاميابي ده۔د ګل په ورځ په سماجي رابطه پليټ فارم ’ايكس‘ خپل پوسټ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د چين سټيټ كونسلر او وزيراعظم لي چيانګ په اسلام آباد كښې په هركلي كولو خوشحاله شوے يم۔ وزيراعظم ووئيل زه د خپل ورور ،سټيټ كونسلر او وزيراعظم لي چيانګ تاريخي او ګټه وري دورې ته سترګي په لاره يم كومه به چې د پاك چين ملګرتيا لا قوي كولو له مرستياله وګرځي۔وزيراعظم ووئيل مونږ به د دوه اړخيزه اقدامات او په خاص توګه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك) پيش رفت جاج اخلو او په شريكه ګټه اډانه د مرستي نوې لاري به لټولې شي۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين سپرلي خيزه تزويراتي مرسته او شراكت داري د سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره كاميابي ده۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں