د پاكستان شنګهائي مرستې تنظيم كښې ګډون هېواد ته يو مهم پليټ فارم وركوي۔خرم دستګير خان

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ ن مركزي لارښود خرم دستګير خان وئېلي دي د پاكستان شنګهائي مرستې تنظيم كښې ګډون هېواد ته يو مهم پليټ فارم وركوي٬كوم چې د سيمه ايز استحكام او مرستې لپاره مهم دے٬د اېس سي او د لارې پاكستان نړۍ ته دا پیغام وركولې شي چې د پرامن حل او سفارتكارۍ د لارې د چېلنجونو حل كولو له خوښي لرو۔د شورو په ورځ نجي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل اېس سي او كښې د فعاله كردار ادا كولو سره پاكستان منطقه كښې ښكاره رابطې٬اقتصادي مرستې او شريكې سلامتيا ته وده وركولې شي۔د تنظيم غړي په حېث پاكستان نه يوازې خپلې پالېسۍ رامخې ته كولې شي بلكې په منطقه كښې د امن٬استحكام او پرمختګ لپاره خپلې هڅې په ښه ډول وړاندې كولې شي۔دستګير خان ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)پاكستان لپاره يو مهم پليټ فارم دے چرته چې هغوي خپل پرامن خبرو كښې ګډون كولې شي او شخړې د سفارتي ذريعو څخه حل كولو له هڅې كولې شي۔ده ووئيل اېس سي او غړو هېوادونو ته د شريكو اقداماتو د لارې د چېلنجونو موثر ځواب وركولو موقع وركوي۔ د چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)ذكر كولو سره ده ووئيل دا منصوبه سيمه ايز روابط زياتولو٬اقتصادي شراكتدارۍ ته ودې وركولو او په منطقه كښې استحكام راوستلو كښې مهم كردار ادا كوي۔ده د وزيراعظم شهباز شريف د ډېرو سفارتي هڅو ستائنه كولو سره ووئېل هغه د پاكستان نړيوال عزت لا زياتولو كښې مهم كردار ادا كړے۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں