د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل لخوا د هند څخه په كشميريانو ماشومانو د تشدد خاتمې غوښتنه خوشبينه ده۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي

image

اسلام آباد 29 جون(اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئېلي دي د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل لخوا د هند څخه په كشميريانو ماشومانو د تشدد خاتمې غوښتنه خوشبينه ده۔د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې ده د ملګرو ملتونو جنرل سېكرټري انټونيو ګټرېش د غوښتنې هركلے وكړو۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د هند څخه په كشميريانو ماشومانو د پيلټ ګن د غېر قانوني استعمال د خاتمې غوښتنه هم كړې۔شهريار خان آفريدي ووئيل د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل له مخې بايد هند د كشميريانو ماشومانو نظربندي د وروستۍ لارې په توګه اختيار كړی وه۔شهريار آفريدي ووئيل د انتونيو ګټرېش لخوا د هند څخه په حراستي مركزونو كښې د هر ډول ناروا سلوك د مخ نيوي د غوښتنې هركلے كوو۔

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں