اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې په آسيا كښې د ټېكسټائل په څانګه كښې تر ټولو زيات پرمختګ په پاكستان كښې شوے، د معيشت د چېلنجونو مقابله كوو، په سټارټ اپس كښې د 30 كروړه ډالرو سرمايه كاري راغلې ، ځوانان د نوي آئيډياز له مخې كاروبار لپاره د بانكونو څخه تر 10 لكه روپو پورې قرض ترلاسه كولې شي. ده دا خبرې د نړيوال اسلامي پوهنتون دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعاتو وزير مملكت ووئيل چې ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه ده، اوسنې حكومت د ځوانانو تعليم و تربيې او د هېواد په پرمختګ كښې د دوي شريكولو ته خاص پام كوي. ده ووئيل چې ځوانان د نوي آئيډياز له مخې كاروبار لپاره د بانكونو څخه تر 10 لكه روپو پورې قرض ترلاسه كولې شي.، په دوهم سلېب كښې ځوانان تر دوه نيم كروړه روپو پورې قرض هم ترلاسه كولې شي. فرخ حبيب ووئيل چې د آئي ټي برآمدات زياتولو ته خاص پام شوے. د نوي آئيډياز له مخې ځوانان د كور څخه د آئي ټي د لارې كاروبار كولې شي. ده ووئيل چې په كال 2018م كښې د آټي ټي برآمدات د 80 كروړه ډالرو كوم چې اوس په ځانګړي توګه زيات شوي دي. فرخ حبيب ووئيل چې د تعميراتو څانګې ته مراعات وركړې شوي دي او دې څانګې لپارهه يو زر اربه روپې منظورې كړې شوې دي. ده ووئيل چې د تعميراتو د صنعت پرمختګ سره 120 تړون لرونكې څانګې چلېږي. ده ووئيل چې د كم لګښت كورونو لپاره د 100 اربه روپو منظوري وركړې شوې. وزير مملكت ووئيل چې په آسيا كښې د ټېكسټائل په څانګه كښې تر ټولو زيات پرمختګ په پاكستان كښې شوے، د معيشت د چېلنجونو مقابله كوو، په سټارټ اپس كښې د 30 كروړه ډالرو سرمايه كاري راغلې.