اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي)د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت ترين د ميرا پاكستان ميرا ګهر هاؤسنګ سكيم كاميابي ستائېلو سره وئېلي دي وزيراعظم عمران خان هر وګړي ته د چهت وركولو حق وركړے٬اولس له د دې سكيم څخه استفاده كول پكار ده ٬ د وزيراعظم عمران خان په ذاتي خوښۍ د سټېټ بېنك ګورنر او د بېنكونو انتظاميې په مرسته د سكيم كاميابولو له مرسته ترلاسه شوې۔د جمعې په ورځ د ميرا پاكستان ميرا ګهر هاؤسنګ سكيم په اړه دستورې ته وېنا كولو په مهال د خزانې صلاحكار ووئيل نن عام كس ته د چهت وركولو خوب له تعبير وركولو په اړه يوه مهمه ورځ ده٬په تېر وخت كښې د لږ آمدن لرونكو طبقو ته د كورونو رغونې لپاره د قرضونو وركولو په اړه قوانين موجود نه و و٬دغسې د تېرو حكومتونو د معاشي بدانتظاميې په سوب په قرضونو هم د سود شرح زياته وه۔د خزانې وزير مثال وركړو چې په تېر وخت كښې 100 روپۍ قرض ترلاسه كولو باندې 400 روپۍ بېرته وركول وې ٬شوكت ترين ووئيل د كورونو رغونې لپاره په قرضونو د سود شرح كمول او د سبسډۍ سكيم كاميابۍ كرېډېټ وزيراعظم عمران خان لري ۔وزيراعظم عمران خان په دې اړه ډېرې هڅې كړي او په قوانين كښې بدلونونه راوستلې شوې٬ ده ووئېل وزيراعظم د دې سكيم كاميابۍ لپاره پرله پسې خواري كړې چې په سوب يې لږ آمدن لرونكو طبقو ته د كورونو رغونې لپاره ارزان او آسان قرضونه وركول ممكن شوي۔د خزانې صلاحكار ووئيل د وزيراعظم عمران خان د ذاتي خوښۍ له امله په قرضونو تر 3 لكه روپۍ سبسډي وركړې شوې او د سود شرح د 3 نه تر 4 فيصد ده٬د دې په نتيجه كښې عام تن لپاره د كور جوړولو كار آسان شوے۔ده د نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن جنرل حېدر او د سټېټ بېنك ګورنر هم مننه كړې او وئېلې يې دي چې چيئرمېن غېر د كومې معاوضې مهم قامي خذمت كوي۔د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر دستورې ته ووئيل په تېر وخت كښې يوازې وسائل او صلاحيت لرونكو طبقو ته قرضې ترلاسه كېدې خو وزيراعظم عمران خان لږ آمدن لرونكو طبقو ته د كورونو رغونې لپاره قرض وركول ممكن كړي۔د دې سكيم له مخې د 30 لكه روپو قرض ادائيګۍ قسط 19 زره روپۍ او 20 لكه روپو قرض قسط 11 زره روپۍ دے۔د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل لږ آمدن لرونكو كسانو ته ارزان او آسان قرض وركړے كېږي۔د سټېټ بېنك ګورنر ووئيل د دې سكيم له مخې د كورونو رغونې لپاره تراوسه په مجموعي توګه 109 اربه روپۍ قرضونه منظور كړې شوي او د 260 ارب روپو قرضونو لپاره بېنكونو ته درخواستونه راغلي٬دغسې بېنكونو تراوسه وړو كورونو لپاره 32 اربه روپۍ قرضونه وركړي۔