اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې بابائے قوم پاكستان د اسلامي فلاحي رياست جوړولو وژن وركړے، وزيراعظم عمران خان د قائداعظم د مشن نګهباني كوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د قائداعظم د زېږون ورځې او د كرسمس كېك پرې كولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح اقليتونو ته د حقونو وركولو وژن وركړے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د قائد په نقش قدم تللو سره د هېواد اسلامي فلاحي رياست جوړولو هڅې كوي. ده ووئيل چې نن چې كله مونږ د نوي پاكستان خبره كوو نو دا هم هغه خوب دے كوم چې علامه اقبال ليدلے و او كوم ته چې قائداعظم محمد علي جناح تعبير وركړے و. د دې څخه وړاندې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د دفاع وزير پروېز خټك، د بشري حقونو وفاقي وزيرې شېرين مزاري، د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري، د پي ټي آئي لارښود عامر كياني او سېنېټر سېف الله نيازي د قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې او د كرسمس كېك پرې كړل.