پېنډۍ 28 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ سره د يونان سفير اېنډرياس پاپاستاورو جي اېچ كيو كښې د مخه ښې اغستو ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د سيمه ايزې سلامتيا او په خاص توګه د افغانستان په موجوده وضعه او په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر په دې موقع ووئيل پاکستان په منطقه كښې امن او د افغان اولس مستحكم او سوكاله سباٶن باوري كولو لپاره نړيوالو شراكتدارو سره مرستې لپاره عزم لري۔ ده په افغانستان كښې د بشري بحران لاره نيولو لپاره د مخلصانه ستړو په ضرورت زور رواړو۔ د پوځ سرلښكر پاکستان كښې د يونان سفير په خدمات د ھغه مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي اړيكو ته په وده وركولو ئې د سفير د مرستې اعتراف وكړو۔ سفير په افغان صورتحال كښې د پاکستان د کردار، بارډر مينجمنټ لپاره د خاص هلو ځلو او په سيمه ايز استحكام كښې د كردار ستائنه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه بهتر اړيكو لپاره د كار دوامداره ساتلو عزم څرګند كړو