اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي)په ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 7 زره 904 کورونا ټسټونه شوې دي۔د زيارت په ورځ نېشنل انسټیټیوټ آف هیلتھ ( این آئی ایچ) د اړخه جاري شوې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 7 زره 904 کورونا ټیسټونه شوي چې پكښې 46 كسانو کورونا ټیسټ مثبت راغلې۔دغسې په دې مهال د مثبت کورونا ټیسټ شرح 0.58 فیصده وه۔دې نه ځانله په دې مهال کورونا وائرس له امله كوم رنځور مړ شوې نه دې دغسې د 41 رنځورانو حالت اندېښمن دې۔