نويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د امريكې صدر جوبائډن سره د نړۍ د مشرانو په درناوي كښې د وركړې استقباليې په موقع مختصر خبرې شوي ۔ د امريكې صدر لخوا دا استقباليه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77 مې کلنۍ غونډې په موقع وركړې شوې ۔ د بهرنیو چارو وزیر مملكت حنا رباني کهر وروستو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف او د امریکېصدر جوبایډن ترمينځه شوې مختصر خبرې مثبتې او تعميري وې۔ دې ووئيل د پاکستان او امريكې ترمېنځه اړيكې په مضبوطو بنيادونو ولاړې دي۔ دې ووئيل د نړۍ مشرانو په پاکستان کښې د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوې تباهۍ د خواخوږۍ څرګندونه کړې او اوس بايد دغه جذبه په كوټلو ګامونو اغستو بدله كړې شي دغسې چې پاکستان د سېلاب د لاسه په لويه كچه د شوې تباهۍ نه وروستو د بحالۍ او ودانۍ عمل پلو لاړ شي۔ دې ووئيل مونږ د موسمياتي بدلونونو په نتيجه كښې د زياتو بارانونو او سېلاب د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ په اړه نړيواله ورورولي په بشپړه توګه خبر كړې ده