خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سېنېټ ‏چئيرمېن صادق سنجراني سره وليدل

image

اسلام آباد27 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د سېنېټ ‏چئيرمېن صادق سنجراني سره ليدلي دي۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، خارجه سېکرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال په بېلا بېلو پارلماني چارو، اسلاموفوبيا او د كركه ايزې بيانيې په اړه د آئنده لائحه عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل فرانس كښې د ګستاخانه خاکو اشاعت سره د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ د يو نيم ارب مسلمانانو زړونه آزار شوي او ټول اسلامي امت اضطراب سره مخ دے۔ ده ووئيل پاکستان، د ملګرو ملتونو٬ او آئي سي پشمول په هر پلېټ فارم د اسلامو فوبيا زيات شوي رجحان په ضد بشپړ غږ پورته كړے۔ د ملاقات په مهال د رامخې ته شوې ګستاخانه پېښو او د اسلامو فوبيا زيات شوې رحجان په ضد په نريواله كچه د وزيراعظم عمران خان واضح او په سپينو ټكو د دريځ ستائنه وشوه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں