اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د اسلام آباد پشمول ٬ صوبائي سرښارونو٬ ډويژنونو او ضلعي ښارونو كښې د كشمير توره ورځ لمانځلې شوې ۔ د نهې په ورځ د نجي ټي وي رپورj له مخې په اسلام آباد كښې د بېلا بېلو تنظيمونو تر سېوري لاندې په دې لړ كښې دستورې او لاريونونه شوي چې پكښې ګډون كوونكو هندي ظلمونه رامخې ته كولو سره د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې ھغوي د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كړي۔ لاهور كښې هم د بېلا بېلو ادارو٬ تنظيمونو او څانګو پشمول د سول سوسائټۍ لخوا په دې لړ كښې بېلا بېلې دستورو سره سره لاريون هم شوي۔ پېښور كښې كه يو خوا د بمې چاٶدنې غمژن ماحول ٶ خو بيا هم كشميريانو سره د يوالي لپاره د بېلا بېلو ادارو او تنظيمونو لخوا په دې لړ كښې دستورې شوي او كشميريانو سره د تورې ورځې په موقع د يوالي څرګندونه شوې ۔ كراچۍ كښې د كشمير تورې ورځې مناسبت سره دستورې او لاريونونه شوي چې پكښې مطالبه شوې چې ملګري ملتونه دې د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير كشاله هواره كړي۔ د هېواد د نورو برخو غوندې كوئټه كښې هم كشميريانو سره د يوالي څرګندونې په موقع توره ورځ لمانځلې شوې چې پكښې ګډون كوٶنكو په نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ملتونو زور رواړے چې د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميريانو سره خپل لوظ ترسره كړي او دوي ته د خپلواكۍ حق وركولو له مرسته وكړي۔ كشمير او ګلګت بلتستان كښې هم د كشمير تورې ورځې په مناسبت سره دستورې شوي چې پكښې ګډون كوٶنكو كشميريانو سره د يوالي څرګندونه او د ملګرو ملتونو٬ سلامتي كونسل او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو تر مخه د كشمير مسئله هواره كړي۔ د دې نه علاوه د څلورو واړو صوبو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په لويو ښارونو كښې هم دستورې او لاريونونه شوي دي