د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په پارلمان د بريد كېس كښې وزيراعظم عمران خان بري كړو

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په پارلمان د بريد كېس كښې وزيراعظم عمران خان بري كړې دې۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د زيارت په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د وزيراعظم عمران خان د بري كېدو خواست منظور كړې۔ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت جج راجه جواد عباس د وزيراعظم عمران خان په خواست پرېكړه واوروله٬ د سرکاري وکيل لخوا هم د وزيراعظم عمران خان د خواست حمايت وشو۔ د وزيراعظم وکيل د بريت په خواست تحريري دلائل جمع كولو سره موقف اختيا كړې ٶ چې عمران خان په ناسمه او بې بنسټه مقدمه كښې ايسار كړې شوې د ھغوي په ضد هېڅ ثبوت نشته او نه يو ګواه د ھغوي په ضد بيان وركړې دې ۔ ده ووئيل دې لپاره دا سياسي مقدمه ده چې پكښې د سزا هېڅ امكان نشته وزيراعظم عمران خان دې بري كړې شي۔ وزيراعظم او د نورو په ضد كال 2014 دهرنې په مهال مقدمه درج شوې وه

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں