د هند پائيلوټ ابھي نندن خوشي كول كوم بل څيز سره تړل ګمراه كن دي، دا څيز د پاكستان لپاره د قبولېدو وړ نه دې

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال افتخار بابر وئيلي دي چې د هند پائيلوټ ابھي نندن خوشي كول كوم بل څيز سره تړل ګمراه كن دي، دا څيز د پاكستان لپاره د قبولېدو وړ نه دې٬ د پلوامه په پېښه هند له نه يوازې بشپړه ځواب وركړې شوې بلكه په نړۍ كښې ئې سپكاوئ هم شوې، د دښمن الوتكې چې كوم بارود د پاكستان په اولس ورول غوښتل ھغه ئې په غرونو ورولو سره بېرته ستنې شوي، پاکستان په جار هند ته د ورځې په رڼا كښې ځواب وركړې ٬ د دښمن دوه الوتكې رانسكورې كړې شوي٬ پائيلوټ ابهي نندن ګرفتار كړې شوې٬ د لوي څښتن په نصرت مونږ ته د هند په ضد واضح فتح نصيب شوې او ټول قام سر په فخر لوړ شوې، د پاکستان فتح په ګرده نړۍ كښې تسليم كړې شوې۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر په ډائريکټوريټ كښې د هنګامي خبري كنفرنس په مهال د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال افتخار بابر ووئيل د ننني خبري كنفرنس ون پوائنټ اېجنډا د رېكارډ درستګي ده، تېره ورځ يو بيان وركړې شوې چې پكښې تاريخ د مسخ كولو خبره شوې٬ د هند پائيلوټ ابھي نندن خوشي كول كوم بل څيز سره تړل ګمراه كن دي۔ ده ووئيل د پاكستان په وخت ځواب كښې د دښمن عزائم ناكامه شوي٬ د پاكستان ځواكونو د قام د عزم او همت له مخې دښمن ته سبق ښودلو لپاره پرېكړه كړې ده٬ د هند د جارحيت ځواب وركولو پرېكړه كښې ټول سول او ملټري انتظاميه يو موټې وه او پاكستان هند له په ورځ رڼا ځواب وركړې ۔ ده ووئيل د پاكستان په كاميابۍ سره د كاروائۍ په نتيجه كښې نه يوازې بشپړه ځواب وركړې شوې بلكه د هند دوه الوتكې هم رانسكورې كړې شوې او ونګ کمانډ ابھي نند نيولې شوې، دښمن په ټوله كاروائۍ كښې دومره په وېره كښې ٶ چې په علجت ئې هم خپله چورلكه او ځوانان په نښه كړل او د الله پاك په نصرف او مرسته مونږ د دښمن په ضد واضحه بريا ترلاسه كړې، دې كاميابۍ سره نه يوازې د هند د تش په نوم چغې نړۍ ته په ډاګه شوې بلكه د ټول پاكستاني قام سر په فخر هسك شوې او وسله وال ځواكونه هم بريالې شوي، د پاکستان فتح نړۍ تسليم كړې او بلكه پخپله د هند مشرانو د دې ماتي جواز د رافيل الوتكو عدم ترلاسه اچولې

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں