د وزيراعظم عمران خان په ايوان اقبال كښې د انصاف ډاکټر فورم کنونشن ته وېنا

image
APP75-28 LAHORE: October 28 – Prime Minister Imran Khan addressing during “Insaf Doctors Forum Convocation" to pay tribute to the health professionals at Aiwan-e-Iqbal. APP photo by Rana Imran

لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان اوس هم د كرونا په ضد هڅې كوي٬ په سخت وخت كښې په كار كولو قام په ډاكټرانو٬ نرسز او طبي عملې وياړ مند دے٬ اندېښنه ده چې د كرونا دوېمه چپه راتللې شي٬ په راتلونكو دوو مياشتو كښې زيات اختياط ته اړتيا ده٬ د اصلاحات د لارې روغتونونو كښې بهتري راولو دغسې چې د بې وسه او شتمندو يو ډول درملنه وكړې شي٬ په شوكت خانم كښې د 75 فيصده رنځورانو وېړيا درملنه كېږي‘ نوے روغتون په دريو كالو كښې جوړېږي خو د زړو روغتونونو سمول ګران كار دے۔ په لومړي ځل په هېواد كښې په مېرټ احتساب كېږي او كوچنۍ كوچنۍ مافياﺀ د بدلون لارې نيسي‘ ډېر زره به د خېبرپښتونخوا په طرز د پنجاب هر وګړي ته صحت انصاف كارډ وركوٶ‘په ډرګ رېګوليټري اتھارټۍ كښې بدلون سره د فارما انډسټرۍ مرسته كوٶنكې يو دغسې چې د داروګانو بيعه ټيټه كړې شي٬ په معمولي ټوخي لندن ته كوچ كوٶنكي څه خبر دي چې په پاكستان كښې د روغتونونو څه حال دے٬ ټول جيب کترے په يو سټېج راجمع شوي شور كوي٬ د ټولو غلو به احتساب كېږي اوس به دوي څخه په هېڅ صورت كښې نه بلېك مېل كېږو٬ د درېشو كالو راهسې وار په وار راتلونكي په ېره كښې دي ځكه چې اوس دوي د تورو تنبو شاته كېدونكې دي٬ نوے پاكستان يو سوچ دے٬ كوم لپاره چې پرله پسې هڅې كوٶ٬ كوم ځوانان چې كامياب ژوند لپاره د بل ګېټس د كتاب مطالعه كوي ھغوي له پكار دي چې د قرآن مجيد مطالعه وكړي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ ايوان اقبال لاهور كښې د انصاف ډاکټر فورم د تر سېوري لاندې كنونشن ته خپله وېنا كښې وكړې۔ قامي صحت لپاره د وزيراعظم مرستيال ډاکټر فېصل سلطان‘ د پنجاب وزيراعليٰ سردارعثمان بزدار‘ ګورنر چوهدري محمد سرور‘ وفاقي وزير حماد اظهر‘ اعجاز چوهدري‘ ډاکټر ياسمين راشد‘ ابرار الحق‘ د انصاف ډاکټر فورم صدر ډاکټر مدير خان‘ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي او ډاکټرانو په لويه شمېره په دې موقع موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل اوس هم پاكستان د كرونا په ضد هڅې كوي٬ يو وخت ٶ چې په روغتونونو كښې ګڼه وه او هر خوا ېره وه٬ په سخت وخت كښې په كار كولو قام په ډاكټرانو٬ نرسز او طبي عملې فخر كوي۔ ده ووئيل د كرونا كېسونه په زياتېدو دي او اندېښنه ده چې دوېمه چپه راتللې شي٬ كومو ښارونو كښې چې سموګ زيات دے هلته د رنځ زياتېدو امكانات دي۔ده ووئېل لاهور‘ کراچۍ، ګوجرانواله‘ فېصل آباد او پېښور كښې د زيات محتاط پاتې كېدو ضرورت دے۔ وزيراعظم غږ وكړو چې په راتلونكو دوو مياشتو كښې زيات احتياط پكار دے او ټول خلق دې ماسك اچوي او په اېس او پيز دې عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل په روغتونونو كښې اصلاحات ته زيات ضرورت دے دغسې چې معيار ئې ښه ش۔ده ووئېل كله چې زما مور ته كېنسر ولګېدو نو معلومه شوه چې د روغتونونو معيار څومره په غورځېدو دے ٬ كه چرې كار كوٶنكي او نه كار كوٶنكي يو برابر شي نو ادارې تباهۍ پلو روانېږي‘ د نجي روغتونونو په جوړېدو شتمندو هلته درملنه پېل كړې ۔ده ووئېل د بې وسه كسانو رسنه يوازې سركاري روغتون ته ده چې په سوب ئې هلته زيات مسائل پېدا شول ‘ د هېواد پرېكړې كوٶنكي چې په معمولي ټوخي لندن ته ځي نو د روغتون د مسائلو نه به څنګه خبرېږي۔ وزيراعظم ووئيل بدلون د كوم سوچ نوم نه دے بلكې په اصل ژوند كښې د محنت نامه ده٬ نوے پاكستان يو سوچ دے كوم لپاره به چې پرله پسې هلې ځلې كول وي۔ده ووئېل زمونږ خوږ نبيۖ د مدينې ماډل رياست جوړ كړے ٶ٬ چې كله غزوه خندق او احد وشول نو ھغه وخت سخت حالات وٶ او بيا دغه قام تر پېړيو د نړۍ امامت وكړو۔ ده ووئيل د پېښور شوكت خانم مو په دريو كالو كښې بشپړ كړے خو پخواني روغتونونه سمول يو چېلنج دے٬ په وړومبي ځل په هېودا كښې په مېرټ احتساب كېږي٬ خو ولې كوچنۍ مافيا د بدلون په لاره كښې خنډان راجوړوي ، كله چې د سمولو خبره كوٶ نو د عدالت نه سټے آرډر واخلي۔ده ووئېل په روغتونونو كښې اصلاحات ځكه ګران دي چې مافيا مو كار ته نه پرېږدي څوك چې مفاد لري ھغوي د عدالاتونو نه سټے راواخلي۔ وزيراعظم ووئيل ټول جيب کتره په يو سټېج راجمع شوي او شور كوي٬ د ټولو غلو به احتساب كېږي او اوس به په هېڅ صورت نه بلېك مېل كېږو٬ تر 30 كالو راهسې وار په وار راتلونكي په ېره كښې دي ځكه چې اوس دوي د تورو تنبو شاته كېږي۔ ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې درې كاله پس خلقو ووئېل چې بدلون چرته ده خو چې پنځه كاله پسې ئې رزلټ رامخئ ته شو نو په خېبرپښتونخوا كښې په وړومبي ځل يو حكومت په دوېم ځل په اقتدار كښې راغلو او په دريو كښې د دوه اكثريت تر لاسه كړے شو ۔ده ووئېل دومره زيات ووټونه مونږ ته د كرپشن خاتمې٬ د پوليس په نظام كښې اصلاحات كولو ٬ د انصاف صحت كارډ په وركولو ترلاسه شوي ځكه چې د بې وسه اولس لويه مسئله د دارو درملو نشتوالے ٶ او نن هلته كوم سهولتونه چې شتمندو ته ترلاسه دي ھغه بې وسه خلق هم لري ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په نننۍ غونډه كښې چې مونږ د صحت صوبائي وزيري ياسمين راشد سره د هېلتھ کارډ په اړه خبره وكړه نو ھغه ويرېده خو مونږ پرېكړه كړې چې ډېر زر به د پنجاب هر وګړي له صحت كارډ وركړے شي چې ھغوي هم په روغتون كښې مفت علاج وكړے ش ۔ ده ووئيل د هېلت كارډ په سوب به په ښارونو كښې كليوالو سيمو كښې نور نجي روغتونونه جوړ شي او حكومت به د دې روغتونونو ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل د اوقاف او متروكه وقف املاك زمكې به په ارزانه بيعه خرڅوٶ دغسې چې په ھغې روغتونونه جوړ كړے شي۔ ده ووئيل هند د 40 اربه ډالرو داروګان اېكسپورټ كوي او په پاكستان كښې د نشت برابر دي٬ په ډرګ رېګولېټري اتهارټۍ زياتې مسئلې لري كومې چې لرې كوٶ او د فارماﺀ انډسټري به مرسته كوٶ دغسې چې د داروګانو بيعه ټېټه كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په هره معاشره كښې د ډاكټرانو كردار مهم وي او دې ځكه ډاكټران دې د بهر تګ په ځائ دلته د اولس خدمت وكړي۔ د دې نه وړاندې قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان‘ د پي ټي آئي پنجاب صدر اعجاز چوهدري او ډاکټر مدير خان هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د كرونا په ضد جنګ كښې شهيدو شوو ډاكټرانو لپاره د يوې دقيقي خاموشي اختيار كړې شوه او د دوي بخښنې لپاره دعا هم وكړې

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں