د سرکاري ادارو د كار استعداد زياتولو لپاره كوټلي ډېټا بېس جوړولو ته اړتيا ده۔ د صدر ډاکټر عارف علوي

image
APP33-02 ISLAMABAD: November 02 – President Dr Arif Alvi chairing a meeting of the Sub-Committee on Emerging Technologies on e-Governance, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د سرکاري ادارو د كار استعداد زياتولو لپاره د يو كوټلې ډېټا بېس جوړولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي اي ګورننس سره به وګړو او كاروبار لپاره اسانۍ راپېدا شي او په رسمي توګه به معيشت وده ومومي۔ ده دا خبرې اي ګورننس كښې د ايمرجنګ ټيکنالوجيز د ذيلي كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړي ۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د اصلاحاتو په اړه صلاحكار ډاکټر عشرت حسېن ، د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي مواصلات سېكرټري شعېب صديقي او د آئۍي ټي وزارت او د ټېلي مواصلات اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخئ غونډې ته خپله وېنا كښې صدر ووئيل د سرکاري ادارو د كار استعداد زياتولو لپاره يو كوټلې ډېټا بېس جوړولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د اي ګورننس پلېټ فارم څخه به سركاري تنظيمونو ته د اولس د غوره خدماتو موقع په لاس ورشي۔ صدر عارف علوي ووئيل اي ګورننس سره به وګړو او كاروبار لپاره اسانۍ راپېدا شي او په باضابطه توګه به معيشت وده ومومي ۔ده ووئېل اي -ګورننس سره به د آئي ټي انډسټري هم وده وكړي او سپېځلے او ځواب وركونكے او كوټلے حكومت به ممكن شي۔ صدر زياته كړه چې د آئي ټي سلوشنز په مرسته پاكستان كښې ګورننس ته وده وركولو ته اړتيا

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں