د اوسني حكومت د مدينې رياست تصور د علامه اقبال د مسلمانانو د نشاة ثانيه پېغام سره سمون خوري۔ د صدر ډاكټر عارف علوي اېمبېسېډرز کنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد۔ 10نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اوسني حكومت د مدينې د رياست تصور د علامه اقبال د مسلمانانو د نشاة ثانيه پېغام سره سمون خوري۔ څوك بايد په دې حقله طنز ونه كړي۔ د نړۍ ځينې هېوادونه د نشاة ثانيه په معامله بې ځايه ډنډورې كوي۔ ولې عمران خان په دې حقله پخپله خبره مضبوط ولاړ دے۔ علامه اقبال چې هندوستان كښې د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو د استحصال كومه خبره كړې وه هغه نن هم ريښتيا ثاب شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د علامه اقبال د زېږدنې ورځ په مناسبت سره اېمبېسېډرز کنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل هېواد كښې د كورونا وباﺀ خپرېږي او زه پرله پسې دا خبره كوم چې مونږ له به احتياطي تدابير خپلول وي۔ هغه وووئيل علامه اقبال او قائد اعظم محمد علي جناح څو څو وارې د نيمې اوچې مسلمانانو ته خبردارے وركړے ؤ چې د مسلمانانو د حقونو حفاظت له يو بېل وطن ضروري دے۔ علامه اقبال اروپاﺀ كښې د زده كړو په مهال دا احساس لرلے ؤ چې مسلمانان او په خاص توګه د هندوستان مسلمانان مخ په زوال دي او په دې علامه اقبال ډېر سخت خفه ؤ د اثرات چې د هغه په شاعرۍ كښې هم ښكاره دي ۔هغه ووئېل د هغه شاعرۍ د اسلامي نړۍ په بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ صدر ووئيل د علامه محمد اقبال يو شمېر پېشګوئۍ سمې ثابتې شوي۔ هغه وئيلي وو د هند حكومت چې كوم حالات راجوړوي دې سره به دغلته اړے ګړے رامخې ته شي۔ علامه اقبال په خپلو كتابونو كښې د مرګ او ژوند تصور وړاندې كړے۔ صدر ووئيل د سرسید احمد خان په شمول نورو مسلمانانو لارښودو د نيمې اوچې د مسلمانانو سوچ بدلولو له هڅې كړې۔ هغه ووئيل پاكستان نشاة ثانيه پلو روان دے۔ دا زمونږ د زړونو غږ دے۔ هغه ووئيل د هېواد موجوده مشرتابه او اولس كه په عزم او همت كار وكړي نو دې سره به پاكستان پرمختګ وكړي۔ په دې مهال دستورې ته د زده كړو وفاقي وزير شفقت محمود ٬ سېنېټر ولید اقبال‘ د کرغزستان ٬ اټلی‘ سپین‘ المان او بنګله دېش سفیرانو په شمول د پاکستان اکادمي ادبیات چیئرمین ډاکټر یوسف خشک هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں