ګلګت بلتستان كښې د وګړو د ولولې نه برېښي چې عمران خان به په زيات اكثريت سره كامياب شي ۔ زلفي بخاري

image

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي ګلګت بلتستان كښې د وګرو دولولې نه برېښي چې عمران خان به په زيات اكثريت كامياب شي۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل دا مهال د سروے او ګلګت بلتستان كښې د اولس د ولولې نه داسې معلومېږي چې اولس وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل په ټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس به پاکستان تحريک انصاف ګلګت بلتستان لپاره د وياړ سبب ګرځي۔ ديادونې وړ ده سيد ذوالفقار بخاري د وزيراعظم عمران خان په امر د الېكشن كمپائن په لړ كښې په ګلګت بلتستان كښې موجود دے

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں