ټولې اقتصادي اعشاريې مثبتې دي۔ سمندر پورې پاكستانيان د هېواد تر ټولو لويه اثاثه ده

image
APP61-12 ISLAMABAD: November 12 - Prime Minister Imran Khan speaking at the launching ceremony of Naya Pakistan Certificates. APP

اسلام آباد۔12 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان كښې ټولې اعشاريې مثبتې دي۔ برآمدات كښې 24 فیصده زياتوالے شوے۔ د ټېكسټائل سېكټر بحال شوے او د آټو موبائلز خرڅېدل زيات شوي۔ سمندر پورې پاكستانيان د هېواد تر ټولو لويه اثاثه ده او تر ټولو زيات هېواد سره مينه لرونكي خلق دي۔ كله مو چې اقتدار ترلاسه كړو نو د هېواد كرنټ اكاؤنټ خساره 20 اربه ډالره وه۔ په تېرو 4 مياشتو كښې كوم نوے پور نه ےد اغستے شوے۔ د موسمي حالاتو د لاسه هېواد كښې دغنمو پېداوار كم شوے۔ سباؤن كښې به د غنمو او چينو كوم كمے نه وي۔ د غوره معاشي پالېسيو د لارې 17 كاله پس کرنټ اکاؤنټ سرپلس پاتے شوے۔ وزيراعظم د زيارت په ورځ د سټېټ بېنك آف پاكستان تر سېوري لاندې د نيا پاکستان سرټیفکېټ لانچنګ دستورې ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل په ځينو هېوادونو كښې اسلامو فوبيا زياته شوې كومه چې د اندېښنې وړ ده۔ وزیراعظم ووئيل د نیا پاکستان سرټیفکېټ د لارې سمندر پورې پاكستانيان خپله پېسه پاكستان ته راوړلو سره نه يوازې ګټه ترلاسه كولې شي بلكې دې سره د هېواد خذمت هم كولے شي۔ دې سره به زر مبادله زياته او پېسه مستحكمه شي۔ وزيراعظم ووئيل اقتصادي كاميابۍ بايد رامخې ته كړې شي۔ هغه ووئيل برآمدات 24 فيصده زيات شوي ٬ ترسيلات زر هم مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئېل د ټېكسټائل سېكټر بحال شوے او د آټو موبائلز خرڅېدو سره سره د سيمنټ خرڅ كښې هم ريكارډ زياتوالے رامخې ته شوے۔ وزیراعظم عمران خان د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر ته سپارښتنه وكړه چې د سمندر پورې پاكستانيانو په هره يوه څانګه كښې ډېرې خوارۍ سره پېسه ګټلې ده او دوي د پاكستان د مجموعي قامي پېداوار (جی ډی پی) برابر پېسه لري او دغه پاكستان

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں