اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) پاکستان کښې د چین نوي سفیر نونګ رونګ د شورؤ په ورځ وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د پاکستان او چین ترمنځه د ملي ګټې په چارو او همكارۍ له د لوظ پخلے وكړے شو۔ د وزيراعظم میډیا افس له مخې وزيراعظم د چين سفير ته مباركي وركړه او هغه لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين يو بل سره په تزويراتي مرسته اډانه اړېكې لري۔ هغه سي پېك يوه انقلابي منصوبه ګرځولو سره د پاكستان لخوا د سي پېك منصوبو په وخت ترسره كولو له د مضبوط عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم د خصوصي اقتصادي زونز ٬ د صنعتونو منتقلۍ او د كركيلې څانګې پېداوار زياتولو اهميت هم په ډاګه كړو۔ د چين سفير د وزيراعظم مننه كولو سره هغه له باور وركړو چې چين به د سي پېك منصوبو زر تر زره ترسره كولو او پاكستان كښې د انډسټريلائزېشن او كركيلې د څانګو بشپړه مرسته كوي