د وزيراعظم عمران خان په تربت كښې د دارلاحساس، وسيله تعليم پروګرام او د بېلا بېلو منصوبو پرانستې دستورې ته وېنا

image

تربت 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د وفاق مضبوطولو لپاره د ټولو صوبو يو برابر ترقي ضروري ده، بلوچستان چې پرمختګ وكړي نو پاکستان به پرمختګ وكړي٬ د محرومو سيمو ك يو ډول پرمختګ غواړو٬ د تعليم او صحت په څانګو كښې پرمختګ ته خاص پاملرنه كوٶ، ځوانان د پاكستان سباٶن دے٬ كومو قامونو چې په انساني وسائلو پیسه خرڅ كړې هم ھغوي پرمختګ كړے٬ د تعليم په سبب احسان عظمت ترلاسه كړے، کاميابۍ لپاره خواري كول وي٬ په ژوند كښې يوه لاره هم لنډه نه نشته ، د پنجاب حکومت لخوا د بلوچستان زده كوٶنكو لپاره د سكالرشپس اضافه خوشبينه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د دارلاحساس، وسيله تعليم پروګرام او د بېلا بېلو منصوبو پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلې جام کمال خان، د پنجاب وزيراعليٰ پنجاب عثمان بزدار او د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري هم موجود وٶ۔ وزيراعظم ووئيل د تعليم په سبب احسان عظمت ترلاسه كړے٬ د مدينې په رياست كښې انسانيت او د قانون حكمراني مهم اصول وو او تعليم ترلاسه كول هم ډېر اهميت لرلو٬ د تعليم په سوب يو وخت ھغه ٶ كله چې په نړۍ كښې لوے سائنسمداران مسلمانان وو خو مونږ د تعليم په څانګه كښې وروستو پاتې شوو چې ورسره زمونږ زياتو سيمو ترقي ونه كړه ، اوس مونږ د دغه سيمو پرمختګ ته پاملرنه كوٶ۔ ده ووئيل اوسني حكومت چې د بلوچستان پرمختګ لپاره څومره فنډز وركړے دومره وړاندې هيڅ چا نه دے ، ځوانان د هېواد سباٶن دے او هم ځوانان به بلوچستان ته ترقي وركوي ٬ په دې لړ كښې به مونږ د پنجاب وزيراعلٰې سره په ګډه د ځوانانو او په خاص توګه د تعليم پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوٶ۔ ده ووئيل د انفارمېشن ټيکنالوجۍ ودې نړۍ كښې انقلاب راوستے ، د کرونا په صورتحال كښې آئن لائن تعليمي نظام وده موندې۔ ده ووئيل اوس د جديد ټېكنالوجۍ دور دے چې په سبب ئې لرې پرتو سيمو ته هم تعليم وركړے كېدے شي، دې مقصد لپاره به مونږ بشپړه سرمايه كاري كوٶ۔ ده ووئيل پنجاب د بلوچستان پرمختګ لپاره سرمايه كاري كوي، د پنجاب حکومت لخوا د بلوچستان زده كوٶنكو لپاره په سكالرشپس كښې اضافه خوشبينه ده، د پنجاب حکومت به د بلوچستان 360 زده كوٶنكو ته د لوړو زده كړو سكالرشپس وركوي او په دې د پنجاب وزيراعلٰې د داد حقدار دے۔ وزيراعظم ووئيل زه غواړم چې پاكستان يو قوي وفاق شي٬ د بلوچستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے او دې سره به مونږ ټول يو موټې كېږو، د وفاق مضبوطولو لپاره د ټولو صوبو يو ډول پرمختګ ضروري دے۔ ده ووئيل لرې پرتو سيمو كښې يو ډول پرمختګ غواړو، د تعليم او صحت څانګو پرمختګ ته خاص پاملرنه كوٶ٬ وزيراعظم ووئيل كاميابۍ لپاره خواري كول وي٬ په ژوند كښې لنډه لاره نه وي ٬ انسان د هر سخت وخت نه زده كړه كوي او د خپلو غلطيو اصلاح كولو سره مخ په وړاندې تګ كوي، د خراب وخت او ناكاميو نه يره نه ده پكار او د چيلننونو نه زده كړه پكار ده۔ده ووئېل د بلوچستان د سباٶن قيادت لپاره تعليم يافته كسانو ته اړتيا ده او په دې لړ كښې ځوانانو له راوړندې كېدل پكار دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں